پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد سمنګان حمله د ۴ ترهګرو په وژلو پای ته ورسېده

د سمنګان حمله د ۴ ترهګرو په وژلو پای ته ورسېده

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۳) د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي وايي، وايي، د دغه ولایت د ماي امنیت د ریاست ودانۍ ته ټول ننوتي ترهګر وژل شوي او جګړه ختمه شوې ده.

د ښاغلي ابراهیمي په وینا په دې تروریستي برید کې د ښځو اوماشومانو په شمول ۴۳ تنه ټپیان شوي او ۱۰ امنیتي ځواکونه په چاودنه کې وژل شوي دي.

د سمنګان د والي په وینا په برید کې ۴ ترهګرو برخه لرله چې ټول له منځه وړل شوي دي.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال هاشم سروري وايي چې ټولټال ۶۰ تنه ژوبل شوي دي.

نوموړی شک لري چې د حمله کوونکو شمېر ۷ تنه وو، ۴ یې وژل شوي او ۳ نور پټ شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې تر ۷۰ زیات امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

د افغانستان حکومت وايي چې طالبانو د قطر له موافقې وروسته تشدد ته زور ورکړی او تر بل هر وخت یې زیالته وینه بهیولې ده.

سمنګان کې د ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې ارقام ۶۳ ته لوړ شول

تاند ( دوشنبه ، د سرطان ۲۳) د سمنګان ولایت چارواکي وايي نن دوشنبه سهار ایبک ښارکې ملي امنیت او ښاروالۍ ته څېرمه لومړی موټر بم برید شوی او بیا وسله وال د ملي امنیت ودانۍ ته ننوتل.

یوې سرچینې تاند وېب پاڼې سره په خبرو کې وویلې، چې په دې برید کې ۱۰ تنه مړه شوي او ۵۴ نور ټپيان دي.

سرچینه وایي په ټپيانو کې ۳ میرمنې ۳ ماشومان ،۱۳ پوځیان او ۱۷ د ښاروالۍ کارکوونکي شامل دي.

سرچینه وایي د مرګ ژوبلې جزیات وروستي نه دي.

لومړني معلومات:

د د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وایي، په دې برید کې تر دې دمه ۴۳ تنه تپيان شوي دي.

عزیزي زیاته کړه ټپيان د ایبک روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي خو وایي د ځینو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

هغه زیاته کړه په ټپيانو کې د ملکیانو ترڅنګ دولتي کارکوونکي هم شامل دي او په خبره یې شايي په تلفاتو کې بدلون راشي.

تر دې دمه په دې برید کې د وژل شویو کسانو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د یو شمیر ټپيانو وضعیت اندیښمن ښودل شوی دی.

بل لورته د سمنګان روغتیايي مسولان وایي، تر اوسه د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۳ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د سمنګان دعامې روغتیا رئيس خلیل مصدق وایي ، په ټپيانو کې د ل۱۰ تنو وضعیت خراب دی.

وسله والو طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي، چې لسګونه کسان ته چې د دولت کارکوونکي دي مرګ ژوبله اړولې ده.

4 COMMENTS

  1. دا برید په کلکه غندو، په حقیقت کې دا برید د اسلام او مسلمانانو په ساتونکو برید شوی دی، الله پاک دې شهیدان وبخښي، او اهل وعیال دې ورته الله پاک خوندي وساتي، او ټولو خپلو خپلوانو ته یې صبر جمیل غواړم، او ټپیانو ته روغ صحت .
    بې غیرته دښمنه ، ښه به خوښ یې چې د ای ایس ای ابلیس په اشاره او مشوره دې دا کار وکړ، څومره چې دې حملې ډیریږي هغومره دې په هیواد او ولس کې ځای ورکیږي، په کومو سترګو به دې وطن ته راځې .. ؟
    شرم وکړه !!
    دا برید ته د ای ایس ای په مرکز کولی شې ؟

  2. ددی حملو معنی داده چه طالبان نه اوربند کوی او نه هم اورکم ، بلکه اراده لری چه دافغان وژنی حملی نوری هم زیاتی کړی .

  3. عبدلطیف ابراهیمي په خټه اوزبک، د ګلبدین بن حسین احمدد جنایتکارې ډلې پخوانی ترهګر، د زرګونو انسانانو قصاب دی، نو چې یو جنایتکار ترهګر والي وي څنګه به داسې پیښې نه کیږي؟!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب