جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهپاکستان کې دسویډن سفیرې د رېکشا چلونې جواز اخیستی

پاکستان کې دسویډن سفیرې د رېکشا چلونې جواز اخیستی

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۳) د سویډن د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې فیسبوک پاڼې ليکلي، چې انګرید جوهانسن، چې په پاکستان کې د سویډن سفیره ده د رېکشان چلونې جواز یې ترلاسه کړی دی.

سرچینه وایي جوهانسن  وروسته له دوو کلونو په دې وتوانېدله چې د رېکشا چلونې جواز ترلاسه کړي.

پاکستان کې مېرمنو لپاره د رېکشا چلول یوغیرمعمولي کار دي او ان ځینې یې شرم ګڼي.

د سويډن د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې پاکستان کې پولیسو په بیلابیلو لارو هڅه کوله چې جوهانسن د رکشا چلونې د جواز ترلاسه کولو څخه راوګرځوي خو زیاتوي انګرید جوهانسن خپلو هڅو ته دوام ورکړ او چا یې مخه ونه شوه نیولای.

جوهانسن وایي دا یې په ډیرو هڅو ترلاسه کړی او خوښه هم ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب