جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهغزني کې ناپېژاندو وسلوالو دوه قومي مشران وژلي

غزني کې ناپېژاندو وسلوالو دوه قومي مشران وژلي

تاند ( دوشنبه، دسرطان ۲۳) د غزني ولایت مرکز اړوند په ده خدایداد کلي کې ناپېژاندو وسله والو دوه قومي مشران وژلي دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي ناپيژاندو وسله والو دا کسان نن وژلي او له سیمې تښتیدلي دي.

دی وایي په وژل شویو قومي مشرانوکې پخوانی جهادي قومندان او قومي مشر ایوب خان نیازی هم شامل دی.

جمعه زاده زاده زیاته کړه د دې پيښې په تړاو څیړنې روانې څو معلومه کړي دا کسان ولې وژل شوي دي.

په غزني کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، ځوانانو او عامو خلکو هدفي وژنې په دې وروستیو کې ډیرې شوي دي.

د غزني ځايي اوسیدنکي هم دا ډول ځنځیږي او هدفي وژنو اندیښمن کړي او له حکومته په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

له غزني سربیره د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ډیری هغه کسان ،چې پيژندل شوي وي په مرموز ډول وژل کیږي او عاملین یې نه نیول کیږي.

د یادونې ده، چې د تیرو ۱۹ کلونو راهیسې په جنوبي ولایتونوکې قومي مشران، سپین ږیري، دیني عالمان، او هغه کسان، چې ویل کیږي د حکومت ملاتړي دي وژل کېږي.

2 COMMENTS

  1. نا پیژانده وسلوال څه معنی لری ؟ هغه وسلوال چه افغان وژنی کوی ټول ملت ته اوس معلوم دی ، ادرس یی معلوم دی ، حمایه کونکی یی معلوم دی .

    د قومی مشرانو ، پخوانی جهادی قوماندانانو ، اوسنیو امنیتی او دفاعی ځواکونو سره تروریستی پردی جګړه د ۲۵ کلونو راهیسی روانه ده ، ایا په دی ۲۵ کلونو کی بیاهم دغه وسلوال نامعلوم بلل کیدلای شی ؟ دا څرنګه ړانده اصطلاحات دی چه رسنی یی کاروی .
    اوس ټول پوهیژی او دا پټه خبره نه ده چه د افغان وژنی او باالخصوص هدفی وژنو منشآ په افغانستان او منطقه کی یوه ده .

  2. په غزني ولایت کی دا څوم ځل دی چه ناپېژاند وسلوال ځونږ پښتانه قومي او مخور مشران تر ترور لاندی نیسی، او پړه او وژل یی هم څوک په غاړه نه اخلی.
    د منطیقی د خلکو اولسونو او حکومتی چارواکو څخه غواړم چه د قومي مشر ایوب خان نیازی په ترورولو کی جدی او ژوره پلټنه وکړی. ځکه دا ډول مشکوکی پیښی افغانان مغشوشوی.
    د ناپيژاندو وسله والو دکلیمی سره زه په بشپړ ډول موافق یم، ځکه ځینی پیښی… دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب