Homeداسې هم شتهساینسروباټ جوړونکو نجونو جوړه کړې تنفسي دستګاه نندارې ته وړاندې کړه

روباټ جوړونکو نجونو جوړه کړې تنفسي دستګاه نندارې ته وړاندې کړه

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۳) د هرات په ولایت کې روباټ جوړوونکو نجونو خپله جوړه کړې تنفسي دستګاه نندارې ته وړاندې کړه.

د روباټ جوړونکو نجونو له لوري دا جوړه شوې تنفسي دستګاه د تنفس د شمېر تنظیم، چټکتیا او فشار ځانګړتیاوې لري.

دوی وایي دا دستګاه به دطبي مرکزونو له تایید وروسته بازار ته وړاندې شي.

روباټ جوړونکې نجونې وایي دوه دا هڅه د کورونا د پيل سره سم پيل کړه او بریالي شول چې دا دستګاه جوړه کړي.

همدا راز په دې نندارې کې د میکروب ضد مایع، لوبې او د کورونا اړوند ویډیو ګانې هم وړاندې شوې.

د هرات والي سید وحید قتالي هم د یادو نجونو هڅې ستایلي او ډاډ یې ورکړ، چې هر راز مرسته به ورسره ترسره کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې هم د تنفس بریالۍ دستګاه جوړه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...