جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريد مېړانې مفهوم| جنرال دولت وزیري

د مېړانې مفهوم| جنرال دولت وزیري

هر څوک حق لري چې خپله ژبه، خپل ټبر، خپل دود او دستور، خپل ملت او خپل هېواد ور ته ګران وي، خو دا ګرانښت باید د بلې ژبې، بل ټبر، بل دود دستور او ملت د کرکې سبب نه شي.

په افغانستان کې ګڼې ژبې او گڼ قومونه شته، چې د افغانستان د تنوع عمده برخه جوړوي.

نیلسن منډېلا به ویل:

«موږ د مختلفو ژبو ويونکي یو، خو بېل بېل نه یو، بلکې یو واحد ملت یو.»

له نېکه مرغه د نیلسن منډېلا خبره موږ هم د مختلفو ژبو ويونکي یو خو بیا بیل بیل نه یو، یو واحد افغان ملت یو.

فرهنګي تنوع د انساني ټولنې د ګډ میراث یوه برخه ګڼل کېږي، چې د اطلاعاتو، خلاقیت، نوښتونو او بدلونونو د تبادلې لپاره مهمه ګڼل کېږي او په ټولنه کې د ولسونو ترمنځ مشترکات رامنځته کوي او دغه مشترکات ولسونه د ګډو ګټو له مخې سره تړلي.

د ملګرو ملتونو د فرهنګي میراثونو ادارې یا یونسکو هم د یوې نړیوالې اعلامیې په خپرولو سره فرهنګي تنوع مهمه ګڼلې ده.

زموږ په هېواد کې هم د فرهنګي تنوع او رنګارنګۍ بېلګې زیاتې دي، دلته ازبک، هزاره، ترکمن، نورستاني، پشه يي، تاجک، پښتون، ایماق، ګوجر، بلوچ، هندو، سک او نور ټول افغانان او د یوه ګلبوټي ښکلي ګلان دي.

هر څوک حق لري چې پر خپله ژبه د خبرو کولو تر څنګ پر افغان ملت ویاړ او د یوه واحد افغان ملت د لا پیاوړتیا له پاره د زړه له کومي هلې ځلې وکړي.

د افغان ملت د ګلبوټي یوه څانګه پښتانه دي او ژبه يې هم خوږه پښتو ده. پښتانه هم د نورو افغانانو په څېر د دود او دستور ځینې ګډ او ځینې ځانګړنې لري.

که وګورو د پښتو او بیا د پښتون کليمې د پنځو ټکو څخه را منځ ته شوي دي.

پ – د پت له پاره،

ښ – د ښیګڼې له پاره،

ت – د تورې له پاره،

و – د وفا له پاره،

ن – د ننګ له پاره،

 

لومړی – پ د پت له پاره:

پښتانه هم د نورو افغانانو په څېر له هر څه تیریدلای شي، مرګ، لوږه او بېوزلي منلای شي، خو د بې پتۍ ژوند نه شي زغملای. د بې پته له ژوند څخه مرګ پرده پوښ او ښه ګڼي.

خوشحال بابا به ویل:

سر دې لاړ شي، مال دې لاړ شي، پت دې نه ځي

د سړي د چارې کل خوبي په پت ده

په بل ځای کې وايي:

دا ستي چې په اور سوځي مراد يې دا دی

زه په اور کې سوی ښه یم نه بې پته

نازک خياله شاعر حمید ماشوخېل به ویل:

پروت په وینو کې لت پت ښه یم په پت کې

نه د سرو زرو په تخت باندې بې پته

پت په افغانانو کې شرم، حیا، دروندوالي او لوړ شرافت ته وايي. پت د پښتو ژبې په لنډیو کې هم ستایل شوی دی.

په پت کې تور مصلي ښه دی

بې پته یار که شهزاده وي څه به يې کړمه

پت د پښتنو تر منځ ځانګړې مانا لري. شاه او ګدا پت ته په یوه سترګه ګوري او پت خپل شرافت ګڼي.

په پښتو ژبه کې د پت په هکله ډیر متلونه هم ویل شوي دي لکه چې وايي:

لکي ښه دی که پتي؟ دوی وايي: پتي ښه دی نه لکي.

 

دویم – ښ د ښیګڼې له پاره:

ښېګڼه په افغانانو کې سخاوت، مروت، لوی زړه، مېړانې، میلمه پالنې او عزیزولۍ ته وايي:

افغانان د ښیګڼې په بدل کې بدله نه غواړي، سخاوت او میړانه د افغانانو لوی صفتونه دي.

لکه چې خوشحال بابا وايي:

چې جامه يې پاته نه شي مرده شوی ته

خدایه ور کړي و خوشحال ته هسې رحلت

 

دریم – ت د تورې له پاره:

ټول په دې پوهیږي چې افغانان یو توریالی ملت دی او توره کول يې ځانګړی صفت دی. توره په افغانانو کې زړورتیا، شجاعت، بهادرۍ او ډګر ګټلو ته وايي.

خوشحال خان خټک به ویل:

د خوشحال د زړه خوښې به هغه وخت وي

چې برښنا د سپینو تورو شي د زغرو

او یا چې وايي:

تکیه د یو خدای ده یا د تورې

په جرګو مرکو نه شي کار تمام

افغانان بهادر او توریالي دي، یا ډګر ګټي او یا به مري، له بې ننګۍ او سره ژوند نه خوښوي. پښتنې پیغلې تل په لنډیو کې خپلو مینانو ته وايي:

جانان مې جنګ کې توره وکړه

ځکه همزولي راته کوښې سموینه

توره به کړي بری به راوړي

که بری نه وي ځوانان تل په تورو مړینه

په وینو رنګ توره دې راوړه

راشه په سرو شونډو به يې زه در پاکومه

تورې به نه کړو نو به څه کړو

چې مو شيدې د پښتنې رودلي دینه

توره کول در سره بویه

که دې په کار وي چې ځوانان دې یادوینه

جانان به ولې توره نه کړي

چې تر نيمايي مورچله زه ور سره ځمه

خوشحال بابا به ویل:

زمریتوب بویه د تورې په میدان کې

په خالي میدان هر یو ګيدړ زمری وینه

افغانان د تورې مرګ عزت بولي، ځکه به خوشحال بابا ویل:

کاشکې ځوان د پښتانه په ننګ کې مړ وای

نه چې ګور لره روان دی له تلتکه

 

څلورم- و د وفا له پاره:

افغانان په وفا کې له بل هر چا څخه ډیر نامي دي. که له یو چا سره د دوستۍ لاس ور کړي بیا د مرګ تر ورځې پورې پر دوستۍ ولاړ او پر خپله وفا تینګ وي.افغانان قول ماتول بې وفا يې ګڼي او بې وفايي په افغانانو کې بې ننګۍ او بې غیرتۍ ته وايي.

. لکه چې په پښتو لنډیو کې وايي:

عالمه راشۍ مخ مې تور کړئ

ما د بې ننګه یاري کره وشرمیدمه

پرې په تورو، په وینو سور شې

بې ننګه نه شې چې اغیار خوشحاله شینه

 

پنځم – ن د ننګ له پاره:

افغانان بې ننګه سړی افغان نه بولي. نو ځکه خوشحال بابا به ویل:

چې د قام په ننګ ومري هغه زویه

په عالم کې يې د بابا غاړه کړه لکه

او یا دا چې:

چې د ننګ په کار کې راشم لیونی شم

خبردار کله په سود و زیان د لک یم

په بل ځای کې وايي:

خاني کار د هر چا نه دی د هغه دی

چې صرفه يې نه په سر وي نه په زر

رحمان بابا به هم ویل:

ننګیالي چې یو ځل مخ کا په یو لوري

بیا هیڅ نه ګوري کوهي وي که ګړنګ

پښتنې پیغلو هم په خپلو لنډیو کې بې ننګي رټلې ده وايي:

په تور ټوپک ویشتلی راشې

د بې ننګۍ اواز دې نه راځه مینه

چې د بې ننګو یارانه کړي

اخر به خوار شي که پاچا د جهان وینه

که په میوند کې شهید نه شوې

خدايږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

او یا وايي:

تورې وهم بې ننګه نه یم

نن مې دښمن لره وهلي سنګرونه

په پښتو متلونو کې هم ننګ او میړانه ستایل شوې او بې ننګي يې رټلې ده، لکه چې وايي:

له بې ننګه تربوره ننګیالۍ ترله ښه ده.

د وخت په تېرېدو سره ښايي د ننګ او تورې مفهوم هم لږ بدل شي، په پخوا زمانو کې میړانه د جګړې او مبارزې په ډګر کې ښکاره کېده، خو اوس چې د علم او پوهنې پر ډګر کې د سیالۍ او رقابت وخت دی، هغه کس زیات مېړنی او توریالی ګڼل کېږي، چې ځان یې د پوهې په ګاڼه سمبال کړی وي. د وخت له غوښتنو سره سم د خپلې ژبې او قام لپاره مبارزه کوي.

څه چې ډیر اړین دي هغه دا چې افغانانو ته په کار ده چې د خوشحال خان په څېر د تورې تر څنګ د قلم خاوندان هم وي او د هېواد د بیارغوني او پرمختګ له پاره بیل، یوم او سپار او د نوې نړۍ په څیر تخنیک ته اړتیا ده. اوس هېواد یوازې په توره نه ساتل کیږي، ځکه خوشحال بابا به ویل:

څو په تورو، په توبریو، په نېزو شي

صد چندان شي په تدبیر په هنرونه

مېړانه د دښمن له منځه وړلو ته هم وايي او نن سبا زموږ د ټولنې ستر دښمن ناپوهي او د یو بل نه منل دي، چې په وړاندې یې صادقانه مبارزه په کار ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب