یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامریکايي پوځیان په افغانستان کې له پینځو اډو ووتل

امریکايي پوځیان په افغانستان کې له پینځو اډو ووتل

تاند (سه شنبه، د سرطان ۲۴) طالبانو سره په دوحه کې د شوې هوکړې له مخې له پینځو نظامي اډو امریکايي سرتيري وتلي دي.

امریکايي چارواکي وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې پر اساس، امریکايي ځواکونه په هلمند، ارزګان، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې له پینځو نظامي اډو وتلي دي.

په کابل کې یوه امریکايي چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي، امریکايي ځواکونه په څلور ولایتونو کې له پینځو نظامي اډو وتلي دي.

دغه چارواکي زیاته کړې وروسته تر هغه چې د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، امریکايي سرتيري وتلي دي.

بل خوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وویل، چې دغه جنګي ځواک به له تروریستي ډلو سره خپلې مبارزه جاري ساتي او ورسره به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، اکمال او ملاتړ ته دوام ورکړي.

تر اوسه په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ او په ټوله کې د ناټو ځواکونو شمېر ۱۲ زره تنو ته راټیټ شوی دی.

د سولې په هغه هوکړه کې چې امریکا له طالبانو سره لاسلیک کړې راغلي، چې باید په ۱۳۵ ورځو کې تاوتریخوالی کم او د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل شي، خو لا هم هغه ژمنې ندي عملي شوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې طالبانو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او ددغې ډلې کړنې دې د سولې هوکړې تر لاسلیکېدو وروسته وارزول شي.

د تړون له لاسلیک کېدو لس ورځې وروسته، د ۵۰۰۰ تنو طالب بندیانو خوشې کیدل به د ۱۰۰۰ تنو حکومتي بندیانو سره د طالبانو له بند څخه خوشې شي، او بیا به د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي، خو لا څرګنده نه ده چې دغه خبرې به کله پیلیږي.

په ورته مهال کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا د سولې موافقې سره سم په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر کم کړی او پینځه اډې یې تخلیه کړي دي.

په موافقه کې راغلي طالبان مکلف دي چې له نورو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، خو راپورونه ښيي چې طالبان لا هم له تروریستي ډلو سره اړیکې لري.

تر اوسه افغان حکومت شاوخوا ۴ زره او ۲۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي او طالبانو بیا له ۷۰۰ زیات دولتي سرتيري له خپلو زندانونو ازاد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب