سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهکرکټ بورډ هستي ګل عابد د فساد په تور له دندې لرې...

کرکټ بورډ هستي ګل عابد د فساد په تور له دندې لرې کړ

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۲۴) د افغانستان کرکټ بورډ هستي ګل عابد د فساد په تور له دندې ګوښه کړی دی.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د غازي امان الله خان په لېسټ ای سیالیو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او نورو سرغړونو له امله له دندې ګوښه شوی دی.

عابد د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي او د کورني کرکټ د مسول په توګه پاتې شوی او په دې اداره کې یې په ګڼو برخو کې نورې دندې هم ترسره کړې دي.

د سرچینې په خبره د هستې ګل عابد د ګوښه کیدو پرېکړه د بشري سرچینو د ادارې د اصولو له مخې شوې ده.

خو بل لورته هستي ګل عابد پرده لګول شوي تورونه ردوي.

عابد وایي کرکټ بورډ کې اداره کې ګڼې ستونزې شتون لري او له همدې امله له ستونزو سره مخه ده.

د افغانستان پر کرکټ بورډ له ډیرې مودې راهیسې د فساد تورونه پورې کیږي خو تر اوسه یادې ادارې هم په پوره توګه د شوو ادعاوو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د کرکټ شنونکي بیا د کرکټ بورډ اداره کې د فساد خبره یادوي او وایي له همدې امله ډیری سرغړونې په کې صورت نیسي.

څه موده وړاندې د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې پر تیز توپ اچوونکي دولت ځدران هم د ډسپلین د نه مراعت له امله بندیز لګیدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی