سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeداسې هم شتهساینسګوګل هند کې ميلياردونه ډالره پانګونه کوي

ګوګل هند کې ميلياردونه ډالره پانګونه کوي

تاند ( سه شنبه،د سرطان ۲۴) د ګوګل اجراييوي مشر وايي، چې دوى په هند کې ١٠ ميليارده امريکايي ډالر پانګونه کوي.

تېره ورځ د هند لومړي وزير نريندرا مودي د ګوګل او الفابېټ شرکت له اجراييه رييس سندرپچايي سره د انلاين خبرو پرمهال دواړو په هند کې د ټېکنالوژۍ د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.

هندي رسني وایي د نريندرا مودي او سندر پچايي تر خبرو وروسته سندر پچايي د (ګوګل د هند لپاره) ويډيويي کنفرانس کې اعلان وکړ، چې دوی به هند کې ١٠ ميليارده امريکايي ډالره پانګونه کوي.

د هغه په وېنا، ګوګل به دا پېسې په راتلونکو پنځه يا اووه کلونو کې په هند کې ولګوي.

پچایي زیاته کړې په دې لړ کې به له ځينو شرکتونو سره پارټنرشیپ وکړي او همدا راز يو شمېر نوې پروژې به ګوګل په هند کې پيل کړي.

بل لوري ته د هند لومړي وزير نريندرا مودي هم په خپل يو ټويټ کې ليکلي دي، چې نن سهار يې د ګوګل شرکت له اجراييوي رييس سندر پچايي سره ډېرې ګټورې خبرې وکړې.

مودي لیکلي، چې له نوموړي سره په هند کې د ټېکنالوژۍ د پرمختګ او همدا راز د ځوانانو لپاره د نويو فرصتونو په پېدا کولو غږیدلی دی.

هند د ټېکنالوژۍ شرکتونو لپاره هم د نړۍ يو ستر مارکيټ دى او د انټرنېټ او ټېکنالوژۍ هر شرکت هڅه کوي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

تر دې وړاندې فېسبوک هم په هند کې پانګونه کړې ده او په دې لړ کې يې د هند له يو ستر شرکت ريلاينس جيو سره قرارداد کړى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب