سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهصدیقي: طالبانو د افغان سرتیرو په نوم ۱۷۵ ملکیان خوشې کړي

صدیقي: طالبانو د افغان سرتیرو په نوم ۱۷۵ ملکیان خوشې کړي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۲۴) د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وايي، طالبانو تر اوسه ۶۹۰ بندیان خوشې کړي، چې ۱۷۵ یې ملکیان دي.

د قطر په دوحه کې د امریکا او طالب چارواکو ترمنځ د هوکړې په یوه ماده کې لیکل شوي، چې طالبان به ۱۰۰۰ افغان سرتیري له خپلو زندانونو خوشې کوي او افغان حکومت به یې په بدل کې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کوي.

صدیقي زیاته کړه طالبان نه غواړي، چې مذاکرات پیل کړي او همدا لامل دي چې لا هم د تاوتریخوالي کچه زیاتیږي.

د افغان حکومت و طالبانو ترمنځ د بندیانو دخوشې کولو مسله ورځ تر بلې کړکیچن حالت ته اوړي.

سیاسي شنونکي بیا پر دواړو لوروغږ کوي، چې ژر دې د هوکړې له مخې بندیان خوشې او بین الافغاني خبرې پيل کړي.

دوی وایي، که په یوه او بله بهانه د سولې روانو هڅو ته خنډونه جوړیږي ښایي یوځل بیا ترسره شوې هڅې په اوبو لاهو شي.

که څه هم ارګ د تاوتریخوالي د زیاتوالي خبره کوي خو د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون وایي، د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې ١٢١٣ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بشر حقونو کمېسیون وایي، چې د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر زېږدیز کال سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله یو سلنه کمه شوې.

یاد کمېسیون وایي د ١٢١٣ تنو وژل کېدو په څنګ کې ١٧٤٠ تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی