دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د عصري طب له پرمختګ سره سره، کورني درمل په خپل حال...

د عصري طب له پرمختګ سره سره، کورني درمل په خپل حال پاتې دي

تاند(پنحشنبه،سرطان ۲۶)کورني درمل؛
له طبعيي بوټو څخه د ناروغیو د علاج لپاره جوړې هغه دواګانې، چې ښايي د انسان له پیدایښت سره به سمې پیدا شوي وي.
خو اوس پوښتنه دا ده، چې څنګه تر اوسه کورنیو دواګانو خپل مقام ساتلی او ولې لاهم ګڼ شمیر خلک پرې پوخ باور لري؟

دا درمل چې له بیلابیلو طبیعي بوټو په کورونو کې جوړیږي، د ولسي خلکو په باور هغه دواګانې دي چې له ګټې پرته هیڅ ډول زیان نه لري، د اکثره هغه خلکو چې پخپله له همدغه ډول بوټو کار اخلي وايي چې کورني درمل یې د ډاکټرانو له درملو ژر او په ښه شکل رغوي.
افغاني او په خاص ډول د پښتني ټولنې اوسیدونکي بیا په کورنیو درملو تر هر چا ډیر باور لري.

دوی په دې اند دي چې ټول هغه درمل چې دوی ته د ډاکټرانو لخوا ورکول کیږي، په زیاته پیمانه یې په ترکیب کې همدا طبیعي بوټي دي، کوم چې دوی په خپلو کورونو کې د د کیمیاوي تعامل پرته استعمالوي.

ددې پوښتنې په ځواب چې ولې پښتني ټولنه په کورني درملو زیات باور لري، یو تن مدني فعال جاوید نبي زاده تاند ته داسې وویل “دلته څو علتونه دي، لومړی دا چې اکثره پښتانه د هغو سیمو استوګن دي چېرته چې جګړه ډیره ده، نو طبعي ده، چې له یو اړخه به هغه ټولنه وروسته پاتې وي او له بل اړخه، به د هغو خلکو اقتصاد دا تقاضا نه کوي، اکثره هغه پښتانه چې د اطرافو اوسیدونکي دي، نو له عصري او پرمختللي طبابت هم یو څه بې برخې دي، که په سیمه کې یې دواخانې او ډاکټران هم وي نو درمل یې بې کیفیته وي، نو ځکه د ډاکټر له درملو ددوی د کورنیو درملو نتیجه غوره وي”

د هیواد هغه وګړي مو چې کورني درمل استعمالوي وايي، که کورني درمل یې له یو اړخه ژر او په سم ډول رغوي، له بل اړخه یې ددغو درملو په واسطه پیسې سپما کړي.
شاکوکو ترور د کابل د کارت نو سیمې هغه اوسیدونکې ده چې ۸ اولادونه لري خو ډیر کم وخت یې د خپلو اولادونو لپاره له ډاکترانو دوا اخیستې، شاکوکو ترور وایي، چې خپلو بچیانو ته د ناروغۍ په صورت کې تل له کورنیو درملو کار اخلي.

له شاکوکو ترور مو د همدې درملو د استعمال په اړه وپوښتل، چې ولې یې پرې باور دومره ډیر شوی، نوموړې وویل “د اتو اولادونو درملنه په کورنیو درملو کوم ماشومانو ته د بیلابیلو مرضونو په وخت کې له قِسم، قِسم درملو لکه، ګوټي، بادیان، سپیرکۍ، کورکمن ا و داسې نورو درملو څخه کار اخلم

د کورنیو درملو د ګټو په اړه راته د داخله ناروغیو ډاکتر شیر احمد خپواک وویل “اصلآ خو ډیره کمه دوا داسې وي، چې له طبیعي بوټو پرته دې جوړه شي، نورې اکثره دواګانې دهمدې بوټو ترکیب دی، چې دبیلابیلو امراضو لپاره ورڅخه استفاده کیږي، ولې دا ښه خبره ده، چې د مریض علاج په کورني درملو سره وشي، خو دا هم باید هیره نشي چې اوس طب تر بل هر وخت ډیر پرمختګ کړی نوې او ډیرې مؤثرې دواګانې شته، ښايي ځینې وخت مرض تشخیص نشي او ناروغ ته داسې کورني درمل ورکړل شي، چې د هغه مرض سره حساسیت ولري نو بیا دا سخته ده چې د مرض کنترول دې وشي، او ښايي د مریض د مړینې سبب هم شي، خو بیا هم د کورني درملو په اغیز مونږ سترګې نشو پټولای او مونږ ټول دا منو چې کورني درمل د ځینو مرضونو لپاره د ډاکټر له دواګانو هم ډیر مؤثر دي”

د عصري طب له پرمختګ سره دا خبره سمه کیده، چې ښايي نور د کورنیو درملو دور ختم او خلک د پرمختللي طب په لور رامات شي خو ولې لاهم لیدل کیږي چې ګڼ شمیر خلک په کورنیو درملو هماغه پخوانی باور لري؛ خو دا چې کله به د کورني طب دور پای مومي؟ هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب