حاجی انصاري. ما ویل ژوندی به وي، دا څو میاشتې مې یې پرداخت ونه کړ، خو پرون د پیښور له هریپور کمپ نه قدیمي یار، بهیر ستانیزي مې ورته پام کړ. چیټ کې یې وپوښتلم چې هغه یار دې لا ژوندی دی چې دې تاند کې پرې لیکنه کوله؟ نو مې تلفون ورته وکړخو ځواب یۍ رانه کړ. ناچار مې خپل (ګراژ ناستی دلدل) چالان کړ ورغلم . حاجی رک روغ لکړه په لاس راووت، له لاسه نیولی یې دننه کړم.لا ناست نه وو چې حاجی شروع شو،« او بچه همی دانالد ته رمپ جي دیوانګي میکنه، لت و کوب مثل طالبا، ایجه خو دبموکه راسیس،» ما وویل« راس میګي، پنشیر شاهي خو نیس» حاجی په غوسه شو یا به یې تظاهر کاوه په شونډو یې لاس کېښود« قرار که خاله نشنوه» خاله یې د ترور لورهم وه خو د پښتنو سره یې سترګې خوړلې وې.ما څه نه ویل خو کور والا مې یوه ورځ شکایت کاوه. ویل یې چې زه او درخو ورغلي وو، هلته مو پخپلو کې پښتو ویله، خاله غوسه شوه او ویې ویل «چرا کت طلفک فارسی نمې ګي. خاګ ده سر دغهدغه. سنګه ده دبه میندازی.
زه په دو خبرو نه خپه کیدم، یتیم په ژړا پوخ دی خو درخو لا په دې باور وه چې د افغان ژبه باید پښتو وي. که څه هم چې لا یې پښتو کړکیچو وه او لا یې هم ویل «زه پاړسیوانه نه یم، پښتووانه یم».زما هم ژبی هم ورځ تر بلې ړنګی کیدل، مرګي را نه وړل یا بوډا و یا مړه او یوه خو تلفون کې تر اخره زما نوم هیر و، چې ما ورته ویل چې نو وایه نوم مې څه دی؟ د ده ځواب دا و چې لږ نور هم غږبږه، و به دې پېژنم.دا هغه سړی و چې لسیزې مو کلتوری مشغولا سره پالله. خود طالبانو او ګوانتامو د ترجمو له برکته اوس ډېری پاړسیوانان هم پښتانه شوي وو.خو زما یاران بعضې اینطرف بعضې ان طرف ورک وو.
حاجی د صحت د خرابۍ شکایت کاوه او ما هم تکراري ورته ویل چې دروغ وایۍ د پیل عمر به وکړې. بیا یې د دوا بوتلونو کڅوړه راواړله، ما ویل بیا به خپله نبیره راته ګردانوې چې دا مې روح اللامین انصاری دی، دا نجم الدین انصاری، د پایمنار حاجي سفا ګوانبدبن، نو یې کڅوړه وتړله، شعر یې شروع کاوه خو ما ورکې وچه کړه. حاجی عالم سړی و نو مې د خوراک مشوره ترې وغو ښته. د سهار په ورغستلو کې شپږ دانې اغوز، بې غوړو شودې، د دوو هګیو سپین…. خو ما ویل حاجی پام دې شوی چې ولې هګۍ تل دوه وي، ولې درې یا څلور نه؟ حاجی ته لکه چې قدیمی پښتو وینا خوند ورکړی و. ناپړیته یې را ګوزار کړه. ده خوله بندوله خو ما وویل، وایه وایه خاله په پښتو نه پوهیږی. چې ترې روانېدم خاله یوې لویې ټوکرۍ کې د خدی خواږه راوړل چې برسیره په قسم ًسم ساا بو ، یو پاکټ هګۍ هم راته کیښودې،« سبری از باغچې خود مان و تخم هم دهقاني. به خانمت و درخانه ی جان سلامره بر سانېن.
مننه استاده چې زموږ خوار فرمايش مو پوره کړ