یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاالرژي اوحساسيت/ ډاکتر عبدالصمد نظري

الرژي اوحساسيت/ ډاکتر عبدالصمد نظري

الرژي کلمه ديوناني ژبي آلوس Allos څخه اخيستل شوي ده چې معنا يي حساسیت دی. الرژي خپله د یوې مادې په مقابل کي د وجود د دفاعي سيستم غيرنارمل غبرگون او عکس العمل ښودل دي.

الرژي په هر عمر کې په هر جنس کي او په هرځای کې پيدا کيدای شي.

کله چې انسان له يوالرژيکې مادې سره په تماس کې شي نو وجود دفاعی سیستم دهغه په مقابل غبرګون وښیي او په وجود کې په مختلفو شکلونو مختلفي نښې نښانې ورکوي.

د الرژي په وخت کي کوچني او واړه رګونه تنګيږي چې پر وجود سوروالي پيداکوي ، د رګوو د نفوذ قابليت زياتيږي په نتیجه کي پړسوب منځته راځي ، دشش د عضلاتوپه انقباص او انبساط کي تغيرات راځي په نتجه ساه لنډي اونفس تنګي منځته راځي ، په پوستکي کي کوچني عصبي رشتو سرونه تحريک کيږي چې په نتیجه کي درد او خارښت منځته راځي .

پرپوستکي د الرژی نښي نښاني لکه خارښت، سوخت، تبه ، خوله ، يخوالي ، تڼاکي، سرې ټاپي ، او د کوچنیو کوچنیو سرو دانو په شکل ځان ښکاره کوي.

پر پوزه، خولې او ستوني باندي د الرژي نښي نښانی لکه د پوزي بنديدل، پوزي خارښت، نورږي، د پوزي څخه سپينه مايع بهيدل ، د ستوني درد ، دستوني وچوالي ، په وريوکي خارښت ، وچ ټوخکي ، په غوږو کي ازانګه ، دغوږ ډکوالي، دغوږ درد ، د اواز کم اوريدل ، سرګرځېدا او بې توازني .

پرسترګو د الرژي نښي نښانی لکه د شيانو خاکي ليدل ، په سترګو کي د درد احساس ، د سترګو اوښکي ، د رڼا په مقابل کي حساسيت ، دسترګو خارشت ، دسترګو سوروالي ، دسترګو پړسوب

پر تنفسي سيستم دالرژي نښي نښانی لکه نفس تنگی ، سالنډي ، په سينه کي خږاري او ټوخي
پر زړه باندي دالرژي نښی نښانی لکه دزړه ضربان ، دنبض زياتوالي ، په لاسو او پښوکي سور والي او بي هوښي

پر معده باندي دالرژي نښی نښانی لکه دمعدي سوزشت ، بي اشتهايي ، سرچرخي ، خواګرځي ، په نس کي ږغونه ، په نس کي درد او اسهال

پر تناسلي سيستم دالرژي نښی نښانی لکه دمتيازو زياتوالي ، دمتيازو په وخت کي سوزشت اودمتيازو تښته

پر عضلاتو باندي دالرژي نښی نښانی لکه خستگي، دعضلاتو درد ، دمفصلو درد ، عصبانيت ، دسيني درد، داوږي درد او غاړي په عصلاتو کي درد .

پر عصبي سيستم دالرژي نښي نښاني لکه سردردي ، نيم سري پيداکيدل ، خوبن حالت، سستوالي، بي ذوق والي ، بغاری کونکي حالت ، نارحتي او هير زياتيدل

يادونه بايد وشي چې پورته ذکرشوي نښي نښاني چې ديوي مادي سره ترتماس وروسته يا ترخوړلو وروسته اويا ترتنفس کولو وروسته نموړي نښي نښاني منځته راشي دالرژي احتمال يي زيات دي.

الرژي دانسان لپاره يو ناراحته کونکي حالت دي چې ډير انسانان دالرژي څخه زيات ځوريږي

خو بعضي وختونه الرژي د وجود څو سيستمونه په يو خت کي تر خپل تاثير لاندي راولي چې دا د الژري خطر ناکه شکل دي په لاتين ورته اني پلاکسي Anaphylaxis ورته وايي چې مهمي نښي نښا يي لکه دپوستکي سوروالي ، خارشت ، پړسوب ، نفس تنګي ، سرچرخي ، دشعور خراپوالي ، دويني دفشارکښته والي او اسهال دي . اني پلاکسي د الرژی خطرناکه حالت دي عاجله مداخله ورته پکار ده .

دالرژي شکل او دشدت والي درجه انسان تر انسانه فرق کوي ځيني انسانان ديوشي سره الرژي لري ځيني بيا دنور شيانو سره الرژي لري.

هغه شيان چې انسانان زيات ورسره مخامخ کيږي تر تماس او خوړلو ورسته حساسيت ورسره ښکاره کوي مثالونه يي په لاندي ډول دي.

دغذايي موادو څخه لکه دغواشيدي ، دجرګي هګي ، پلي ، ماهي ، غنم ، حبوبات او داني ، غوښه ، ميوه جات ، داشپزي داروګان ، عسل ، چاي ، قهوه ، دواګاني او الکول

د تنفس دلاري څخه لکه ګرد ، دوړي ، دشنوګياو ګردونه ، دحيواناتو ويښتانو او بڼکي ، چڼاسکي ، دکور دجارو ګرد او دوړي ، عطر ، درنګ بوي .

تشخيص : نشخيص يي ډيري طريقي لري يو دهغوي څخه پريک تيست Skin prick tests دي دا تیست هم ارزانه دي اوهم اسانه دي چې په عمومي ډول دلاس دليڅي دمخ پرخوا ديوي ستني واسطه زیات شمیر کوچني کوچني سوري او زخمونه پر پوستکي تشکيلوي ، وروسته پرهررخم جلا جلا الرژي لرونکي مايع د څاڅکي په شکل اچوی تر شل دقيقو وروسته يي کنټرول کوي. شخص چې دکومي مادي سره حساسيت او الرژي لري د هغی مادی زخم سوروالي او پړسوب پيداکوي او هغه چې الرژي نه ورسره لری پر خپل نارمل حالت ولاړ وي هپڅ تغير يي نه وي کړي

تداوي : دتداوي لپاره په اول قدم کي دهغه شيانو څخه ځان ليري ساتل دي کوم دهغه سره حساسيت او الرژي لري مثلا دګرد او دوړو چخه دځان ساتلو په مقصد بايد پوزه او خوله په دستمال سره وټري همدارنګه هغه غذاګاني چې حساسيت ورسره لري زياته يي بايد استعمال نکړي . هغه دواګاني چې حساسيت وسره لري بايد په ډير احتياط سره يي استعمال کړي او يا دهغي دوا معادل استعمال کړي .

داغوستلو کالي ، دخوب بړاستنه او کټ , دکور غالي ګاني د ګرد او دوړو څخه پاک ساتل هم د الرژي په مخنيوي کي زياته مرسته کوي ځکه ډيري وړي ذري او کوچني حشرات چې په ذکرشوو شيانوکي پټ وي انسان يي په سترګونشي ليدلاي خودهوا دلاري شش ته داخليداشي اويادپوستکي سره په تماس کي راځي په نتجه کي دوجود دفاعي سيستم دهغه په مقابل کي غبرګون اوعکسعمل ښي او الرژي رامنځته کيږي.

کورته تازه هو دننه کول کړکي او دروازي په ورځ کي څو ځلي خلاص پريښودل هم دالرژي په مخنيوي کي ډيره گټه لري .مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب