جمعه, اپریل 26, 2024
Homeمقالېچاپیریالزموږ بارانونه، اوبه او هوا کنټرولېږي/ ژباړه: حکمت الله واقد

زموږ بارانونه، اوبه او هوا کنټرولېږي/ ژباړه: حکمت الله واقد

که موږ لږ فکر وکړو، د اوبو او هوا د کنټرول او څارلو نظریه ډېره ساده او آسانه ده. د بارانونو په وخت چې تاسو کومه تالنده او برېښنا وینئ، څه مو په فکر کې تېرېږي؟ حیرانېږئ نه چې د دې ډول تالندې او برېښنا لپاره به څومره انرژۍ ته اړتیا وي؟ د باد او باران د رامنځته کېدو بنسټيز او لومړنی لامل انرژي ده. اوس زموږ په ذهن کې دا پوښتنه را ولاړېږي چې د تالندې او برېښنا د رامنځته کولو ، د وریځو د مخته بېولو او لېږدولو لپاره څومره انرژۍ ته اړتیا ده؟ د دې پوښتنې له ځوابولو مخکې به یوه څه نا څه نوې اصطلاح وپېژنو. HAARP ( High Frequency Active Auroral Research program ) هارپ د ټولوژنې یوه تر ټولو پرمختللې وسله ده چې تر اوسه رسنیزه شوې نده او ډېر خلک د هغه په هکله نه پوهېږي. دا وسله له برېښنایي آتنونو څخه جوړه شوې چې د یوه منظم جدول په ډول ده او ایونسفیر ته د بلیونونو برېښنایي شعاع ګانو د غوځولو وړتیا لري. ایونسفیر د اتموسفیر پاسنی پوړ دی، دا پوړ د ایونونو له امله په لوړه کچه چارجونه لري. د انرژۍ دا غورځول ایونسفیر ته په یوه مشخصه ساحه کې تودوخه ورکوي او کله چې د دې برخې تودوخه لوړه شي د اتموسفیر دا برخه راټولېږي، د خپل عمودي مدار نه پورته ځي او د اتموسفیر د پړسېدو لامل کېږي چې د دې عملیې په وسیله د ځمکې په هره برخه کې چې وغواړي طوفانونه او سېلابونه رامنځته کولی شي. هارپ کولی شي چې دغه بېلیونونه واټه انرژي سمندر ته وغورځوي او د سونامي لامل شي همدارنګه کولی شي نوموړې انرژي ځمکې ته وغورځوي او د زلزلې لامل شي. ډېری کارپوهان په دې اند دي چې د هایټي زلزله او د سویلي آسیا سونامي یوه طبیعي پېښه نه وه بلکه د هارپ پوسیله یوه انساني چاره وه. د اوبو او هوا د کابو کولو بل ډول د الوتکو په وسیله اتموسفیر ته د کېمیاوي موادو شیندل دي. ډېرو خلکو ته له الوتکو څخه د سترو لوګیو راوتل عادي ښکاري او دا د الوتکې د انجن یوه معمولي عملیه بولي او یا فکر کوي چې الوتکې لاره ورکه کړې او یا یې ساعت نه تېرېږي، مګر واقعیت دا دی چې دوی د وریځو د له منځه وړلو لپاره په هوا کې کېمیاوي توکي خوروي او هر انسان د خپلې هوښیارۍ د درجې په کچه پوهېږي او که لږ څېړنه وکړي دا به ورته څرګنده شي چې د الوتکو دا لوګی عادی نه دی بلکه کېمیاوي مواد دي. په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې روسیې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې دا مسئله د اوبو او هوا په کلني رپورټ کې ځای پرځای کړي ځکه په ملګرو ملتونو کې د ټولو هېوادونو لخوا د هغه وسلو کارول بند شوي چې چاپېریال ته بدلون ورکوي خو امریکا هېڅکله نړیوالو قوانینو ته ژمنه نده پاتې شوې. د ایران ولسمشر احمدي نژاد په ملګرو ملتونو کې دوه ځلې اروپا د ایران د بارانونو په غلا کولو تورنه کړه نو لدې څرګندېږي چې دا مسئله یو واقعیت ده او موږ ځکه پرې نه پوهېږو چې موږ په ټولنیزو رسینو کې پدې اړه څه نه وایو. د امریکا د پوځ له اسنادو څرګندېږي چې امریکا ( د اوبو او هوا د بدلون لپاره ملي پروګرام ) په نامه پروګرام ترلاسه لاندې لري او په ۱۹۹۶ز کال کې یې پر همدې پروګرام سلګونه مېلیونه ډالر لګول. د دغه کېمیاوي موادو عناصر څه نا څه پېژندل شوي خو د دغه توکو په بشپړ جوړښت تر اوسه څوک نه پوهېږي. د دغه عناصرو یو شمېر یې باریم او المونیم دي. سربېره پردې چې د اوبو او هوا د کنټرول لپاره دا یو غیر انساني عمل دی، ډېر شوم او ناوړه عمل ځکه دی چې د انسانانو تنفس له دغه موادو زهرجن کېږي. ټولې اوسنۍ او پخوانۍ خطرناکې ناروغۍ د ځمکې په طبیعي پروسو کې د شیطان ډوله انسانانو د لاسوهنو له امله ورځ په ورځ ډېرې شوي او لا ډېرېږي. اوس ورځو د صحیح بخاري حدیث ته: هغه ( دجال ) به یو شمېر خلکو ته راشي او د خدایۍ دعوه به وکړي او خلک به هم پر هغه باور وکړي، د ده په امر به باران وشي او ځمکه به دغو خلکو ته حاصل ورکړي. څاروي به یې په ځمکو کې وڅري او د ورځې په پای کې کله چې د کورونو په لور ځي، ډېرې شیدې به ورکړي. وروسته به هغه نورو خلکو ته ورشي خو هغه خلک به پرته له کوم فشار څخه پر ده باور ونه کړي، له ده نه به لاړ شي، دغه خلک به ډېره سخته لوږه وزغمي او پرته له کومې شتمنۍ به پاتې شي او کله چې ریښتوني مؤمنان له خوب نه راپاڅېږي دوی به پوه شي چې هغوی بې پیسو پاتې شوي او ټوله پانګه یې له منځه تللې. ټول پدې پوهېږو چې دجال څوک دی، یاجوج و ماجوج او د هغه لښکر څوک دي، دجال د خپل ماموریت په کوم پړاو کې دی او موږ د آخرې زمانې په کوم پړاو کې ژوند کوو. یاد شوی حدیث شریف د اسلام د دین ډېری عالمان نشي څېړلی او تحلیلولی، دا چې د هغه په ویلو باران کېږي دا پدې مانا نده چې دجال به معجزه کوي ځکه معجزه د پیغمبرانو کار دی نه دې شیطانانو. نو یاجوج و ماجوج یعنې اسرائیل، امریکا او اروپایي مرستندویانو یې ټوله نړۍ د خپل یو سترګي مشر ( دجال ) لپاره تیاره کړې او په بې صبرۍ د هغه د راتلو لارې څاري. د اوبو او هوا کنټرول د رسول الله ( ص ) یوې بلې وړاندوینې ته حقیقي بڼه ورکوي. همدارنګه کولی شو د خلکو د پانګو له منځه تلل او ورکېدل او د لوږې زغمل هم داسې تحلیل کړو؛ لامل یې دا دی چې هغه به د مسلمان مېشتو سیمو بارانونه غلا کړي او مسلمانان به پرته له کرنې د لوږې له حالت سره مخ شي او د پانګې له منځه تلل د پیسو د ارزښت له منځه تلل دي، اوس موږ پوهېږو چې د غیر نقدي او ډیجیټلي پانګې د جوړولو لپاره پلانونه په لاره دي او کله چې دغه ډیجیټلي پیسې په نړۍ کې دود شي او کنټرول به یې د اسرائیلو په لاس کې وي او اسرایئل په دغه ډیجیټلي سېستم کې د مسلمانانو لپاره یو ستر صفر په نظر کې نیولی.

5 COMMENTS

  1. د محترم ځوان حکمت الله صیب څخه ډېره مننه، چې داسې پوهنیزې لیکنې کوي. دا د واس له پاره ډېره پوهنیزه مرسته ده. زه په ډېر احترم یوه پوښتنه لرم او هغه دا چې دا د اتموسفیر څخه د مخه (المتنې لاندې لیکل شوې دۍ او که ایونسفیر. که لیکل یې دا الماني په څیر وي، نو بیا یونسفیر دۍ او نه ایونسفیر. موږ د ویونو یا لغاتو ویینه د فارسي په څیر کوو، چې هغوي یونسفیر نه شي ویلي. په ډېره مننه او بخښنه
    Unosphere
    . ستاسو ماخان

  2. د اوبو او هوا د کابو کولو بل ډول د الوتکو په وسیله اتموسفیر ته د کېمیاوي موادو شیندل دي. ډېرو خلکو ته له الوتکو څخه د سترو لوګیو راوتل عادي ښکاري او دا د الوتکې د انجن یوه معمولي عملیه بولي او یا فکر کوي چې الوتکې لاره ورکه کړې او یا یې ساعت نه تېرېږي، مګر واقعیت دا دی چې دوی د وریځو د له منځه وړلو لپاره په هوا کې کېمیاوي توکي خوروي او هر انسان د خپلې هوښیارۍ د درجې په کچه پوهېږي او که لږ څېړنه وکړي دا به ورته څرګنده شي چې د الوتکو دا لوګی عادی نه دی بلکه کېمیاوي مواد دي.

    ښاغلی واقد صاحب لمړی سلام او وروسته ستاسی دپورتنی لیکنی په هکله لاندینی څوټکی لیکم

    د اروپایی هیوادونودپاسه په آسمان يا دهوا په لوړه ارتفاع کی په زرهاو دغه ډول لوګی دالوتکو څخه هوا ته غورځی اوروزانه دغه ډول کرښو دآروپا آسمان خړپړ کړی وی
    که داسی وی نو آروپا به الوتکو ته هیڅ وخت اجازه ورنکړی چه دغه کیمیاوی مواد دآروپا په آسمان یا هوا کی وشندی

    زما په فکر بنزین یا دالوتکو دسون مواد چه کله په لوړه ارتفاع کی وشندل شی نو داچه هوا هلته ډیره یخه ده نو دغه عملیه مینځ ته راځی

    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب