جمعه, اپریل 19, 2024
Homeروغتیاله مالي سټرس (ذهني فشار) سره د مبارزې ۱۰ لارې

له مالي سټرس (ذهني فشار) سره د مبارزې ۱۰ لارې

ژباړه /ساحل منګل –

ډېر خلک دا فکر کوي چې که  ډيرې پیسې ولري، نو ټولې  وسوسې او سترس به یې له منځه لاړ شي او نيکمرغي ته به ورسيږي. په ځينې وختونو کې  بيا د ډيرو پيسو لاس ته راوړل  ذهني ستونزې رامنځ ته کوي. د مثال په ډول؛ که بې کاره ياست او يا مو معاش نه وي دررسيدلي، احتمالا تر هغه وخت پورې پیسې مو نه وي اخیستې، ستاسو سترس له منځه نه ځي. مګر د ډيرو خلکو لپاره دپيسو لرل د دې لامل کيږي چې نه د خپل ژوند سليقې ته بدلون ورکړي، نه یې سترس کم شي او نه پکې هم خوشاله وي. نو په ياد ولرئ چې هيڅوک هم له مالي سترس څخه خوندي ندي حتی ډېر لوی شتمن کسان.

لاندې لس لارې چارې دي چې له تاسو سره د سترس يا ذهني فشار په ټيټولو او يا له منځه وړلو کې مرسته کولای شي.

۱-  ژبې ته مو بدلون ورکړئ .

شايد دغه خبره تاسو ته يوه کليشه او ساده خبره په نظر درشي خو له خپلې ژبې او خبرو څخه مثبته ګټه اخيستلی شئ. دا له تاسو سره په مالي مسايلو کې مرسته کوي .د مثال په ډول: هيڅکله دا مه واياست چې (زياتې پيسې ذخيره کولی نه شم، يا مصرف کمولی نه شم) د دې پرځای وواياست زه خپلې پيسې ذخيره کولای شم او خپل مصارف هم کمولی شم. په ژبه کې مو دغه بدلون ستاسې د مالي بحران په کمېدو کې لومړنی ګام دی .

۲-  خپل فکري چوکاټ بدل کړئ.

ستاسې کړه وړه نسبت ستاسو لګښت او د هغې په اړه خبرې کول کولای شي ستاسې احساس دربدل کړي .په مقابل کې هغه حس چې د پيسو په اړه ېې لرئ په ډير شدت ستاسو په ادارې او کنټرول باندې ډير اثر وغورځوي. په ياد لرئ چې عمل تل تر فکر او عقېدې بهتر دی .

۳-  خپل ځواک مو وپيژنئ .

په عمومي ډول کله چې خلک تصور وکړي چې د دوی موقعیت له کنټروله وتلی دی دا خبره ډير زيات سترس رامنځته کوي .نو همدا علت دی چې زيات خلک په الوتکه کې د نا ارامۍ احساس کوي. د خپلو پيسو په اړه همېشه  د بدلون قدرت لري. له دې لارې بايد دا تشخيص کړئ چې بيلابېل انتخابونه په مخ کې لرئ او کولای شئ چې مالي ستونزې مو راکمې کړئ.

۴-  پر مثبتو خواوو تمرکز وکړئ.

د دې پر ځای چې  د خپلو لګښتونو په اړه فکر وکړئ په دې فکر وکړئ چې کوم څه دي چې تاسو یې لرئ او يا درته راځي. وګورئ چې کوم ښه اړخونه لري، د خپلو ستونزو په وړاندې ارام چلند وکړئ او تصميم ونيسئ چې له خپلو ستونزو څخه د بلې ورځې لپاره صرف درس او تجربه واخلئ.

۵- په حال کې ژوند وکړئ .

ډير وختونه مالي سترس د هغه څه په باره کې د فکر کولو له کبله رامنځ ته کيږي چې ممکن په راتلونکې کې رامنځ ته شي. موږ په تير پورې اړوند نه يو، نه ورسره کومه اړيکه لرو او نه راته څه راکولای شي. ډير خلک د تير ژوند د ناوخوالو پيټی اوس هم پر سر وړي چې انسان ته هيڅ هم په لاس نه ورکوي. نن ژوند وکړئ سبا ته پلان جوړ کړئ.

۶ – د ماتې فکر مو له ځانه لرې کړئ.

هيڅوخت د دې تصور ونکړئ چې يوه مالي ستونزه ستاسې د شخصي کمزوۍ له امله رامنځ ته شوې. ستاسو موقعیت که هر څه وي، خپل ځان ته  دا ورپه ياد کړئ چې په نړۍ کې ملينونه کسان دي چې له مالي بحران سره مخامخ شوي، نه يوازې زه .

۷- ورځنۍ چارې مو تنظيم کړئ.

د دې لپاره چې په سالمه طريقه له خپل ذهن څخه سترس لرې کړئ جدي اراده وکړئ. له خپلو ماشومانو سره لوبې، منډه وهل، لامبو، يوه لوبه کول او يا تعقيبول، موسيقي او يا نور سالم مصروفيت چې د دې ټولو ترسره کول ستاسو د ذهني فشار په له منځه وړلو کې ډيره مرسته کولای شي.

۸- مالي مرسته وغواړئ .

له يوه ښه دوست یا د کورنۍ له کوم غړي سره خبرې او يا کوم مالي متخصص کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، لګښتونه او د حل لارې په خپله وڅېړئ. له دې کسانو سره خبرې کول تاسې ته ذهني سکون او روحي ډاډ درکوي او تاسو پر ځان باندې باور زياتيږي .

۹ – خپل پورونه مو کم کړئ.

که پورونه مو د سترس د رامنځ ته کېدو سبب شوي وي، نو د خپلو تلونکو او راتلونکو پيسو لپاره یو پلان جوړ کړئ څو وکولای شئ په سم ډول له پورونه څخه خلاص شی. کوښښ وکړئ چې په سلو کې څلوېښت پيسې ذخيره کړئ.

۱۰ – سودا واخلئ.

د خپلو پيسو د يوې برخې څخه داسې څه واخلئ چې که څه هم ورته په راتلونکې کي زياته اړتيا نلرئ خو بيرته پلور ېې درته ګټور تماميږي .دا کار ستاسو ذهن اراموي او دا ډاډ تر لاسه کولای شئ چې د مالي بحران په وخت کې په يو څه تکيه کولای شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب