جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: لغمان کې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: لغمان کې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۶) د لغمان امنیتي چارواکي وایي به دې ولایت کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري د یوه کمين پرمهال د وسله والو طالبانو ۲۲ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د ملي امنیت رئیس برید جنرال غلام حیدر نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، دوی دغه مرګ ژوبله تېره شپه د کابل ــ جلال اباد پر لویه  لاره سرکونډوبابا سیمه طالبانو ته اړولې ده.

هغه زیاته کړه په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو ۱۶ تنه چې د قاري روح الله د ګروپ غړي وو وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

نوموړی وایي افغان ګډو ځواکونو له وژل شویو کسانو درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

د لغمان د ملي امنیت رئیس وایي قاري روح الله تازه د افغان حکومت له لوري له بنده خوشې شوی طالب زنداني دی خو طالبانو بیا هم د کابل جلال اباد د لویې لارې د نا امنه کولو په موخه ټاکلی دی.

د نوموړي په وینا په دې نښته کې د ملي امنیت دوه سرتیري هم ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی داسې مهال زور اخلي، چې تازه د سولې هڅې هم ګړندۍ شوي او نن کابل د سولې د یوې لویې غونډې کوربه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب