جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصدیقي: حکومت مشخص طالب زندانیان نشي خوشې کولای

صدیقي: حکومت مشخص طالب زندانیان نشي خوشې کولای

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۶) د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي وروستیو خونړیو بریدونو ته په کتو ښکاري، چې وسله وال طالبان د سولې پروسې ته ژمن نه دي.

نوموړي نن د یوې خبري غونډې پرمهال وویل ، دوی د سولې په پروسه کې تر وروستي بریده هڅه کړې او تر ۴ زره طالب زندانیان یې خوشې کړي خو په وینا یې طالبان ژمن نه دي.

صدیقي زیاته کړه، وسله وال طالبان نه یواځې له افغان حکومت سره کړې ژمنې عملي نه کړې بلکې له امریکا سره په کړي تړون یې هم عمل نه دی کړی.

نوموړی وایي، دوی د بین الافغاني مذاکراتو د پيلیدو لپاره د طالب زندانیانو پروسه په دې موخه چټکه کړه څو هیواد کې تاوتریخوالی راکم کړي خو دا برعکس تاوتریخوالي زور واخیست.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ افغان حکومت ویلي وو، چې دوی به د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کولو په اړه وروستۍ پرېکړه د یکشنې ورځې ترپایه اعلان کړي خو صدیقي لاهم د افغان حکومت وروستۍ پرېکړه نه ده وروستۍ شوې.

صدیقي د افغان حکومت د پرېکړې د ځنډیدو لامل د طالبانو له لوري د ځینومشخصو طالب زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه یاده کړه.

هغه وویلې، دوی به تر ۵۰۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي خو نشي کولای مشخص کسان خوشې کړې کوم چې وسله وال طالبان یې غوښتنه کوي.

صدیقي زیاتوي دوی په پوره توګه بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي او له طالبانو غواړي، چې بین الافغاني پروسې ته ژمن پاتې شي او د خبرو میز ته له افغان حکومت سره کینې.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د کابل د نږدې ۲۰ سیمه‌ ییزو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د یوې غونډې کوربه دی.

دغه غونډه له طالبانو سره د سولې له خبرو مخکې، په دې هدف ترسره کېږي چې د سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع پياوړې او له مخې یې بین‌الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب