جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار غالۍ د اروپا او امریکا بازارونو ته رسېدلي

د ننګرهار غالۍ د اروپا او امریکا بازارونو ته رسېدلي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۶) د ننګرهار دکلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسولان وایي په دې ولایت کې د میرمنو د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام  له لوري نږدې ۲۵۰۰ تنه د غالۍ اوبدلو په صنعت بوخت دي.

د یاد ریاست رئیس امان الله میاخېل وایي دوی یواځې د بهسودو ولسوالۍ د تعمیراتو په سیمه کې ۱۳۸ تنو ته د غالیو اوبدلو په برخه کې د کارموندلو زمینه برابره کړې، چې ۱۰۰ یې مېرمنې او ۳۸ یې نارینه دي.

میاخېل زیاته کړه، چې د دوی په لاس اوبدل شوې غالۍ په بازار کې ډیر مینه وال لري او همدا لامل دی، چې د اروپا او امریکا په بازارونو کې هم پلورل کیږي.

د نوموړي په وینا دوی په هره میاشت کی نږدې ۱۵۰ متره غالۍ اوبي او بازار ته یی وړاندې کوي.

خو بل لورته بیا غالۍ اوبدونکي د خامو موادو له نشتون نه شکایت کوي او وايي که ورته د خامو موادو اسانتیا برابره شي تولید به یې ډیر او غالۍ به یې په نړیوالو بازارونو کې لومړی مقام ترلاسه کړي.

په هېواد د ننه بیا له کورني تولید څخه ډیر بهرنی تولید مینه وال لري او تولیدوونکي بیا له عامو خلکو هم غواړي، چې تر بل تولیده خپل کورني تولید ته لومړیتوب ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب