جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد لوګر ولایتي شورا پر غړې وسله وال برید شوی

د لوګر ولایتي شورا پر غړې وسله وال برید شوی

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۶) د لوګر د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران په یوه وسله وال برید کې ټپي شوه

د لوګر د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران نن سهار د لوګر مرکز پل عالم ښار کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې ده.

د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه نن سهار ۸:۴۰ بجې، د بیرق چوک په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د احمدزي په خبره چې برید کوونکی یو نفر وه او د توفنګچې په واسطه یې د نفیسې هجران په موټر برید کړی دی.

هغه زیاتوي چې پولیسو د پېښې په تړاو یو کس نیولی دی، اوسمهال ترې څېړنې روانې دي.

ښاغلي احمدزي ویلي چې میرمن نفیسه تر پیښې وروسته روغتون ته وړل شوې او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغه برید مسؤولیت ندی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب