جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیا(اکلازیا) Achalasia

(اکلازیا) Achalasia

راټولوونکی: احسان الله ژمن

دا ناروغي د مرۍ د لاندنیۍ معاصرې (Lower Esophageal Sphincter)عمده ناروغي ده. 

دلته لومړی د (LES) نورمال دنده، اناټومي، او هستولوژي په لنډ ډول مطالعه کوو؛

هغه برخه چې معده او مرۍ پکې له یوبل سره وصلېږي د (Lower Esophageal Sphincter) په نوم یادېږي، چې سټنډرد مخفف یې عبارت له (LES) څخه دی، نوموړی سفینکتر په نورمال ډول د بندېدو په صورت کې له معدې نه د مرۍ په طرف د معدې د مختویاتو او تېزابو مخنیوی کوي.

د (LES) هستولوژي د مرۍ له داخل څخه د خارج په طرف په لاندي ډول ده؛                                                                            

Mucosa      Submucosa      Muscularis      Serosa (adventitia)

د  Muscularis برخه له دوه ډوله (طولي یا longitudinal muscle او دایروي                                                     یاcircular smooth muscle ) څخه جوړه سوې ده، د پورته دوو عضلاتو تر منځ د عصبي حجراتو شبکه (plexus) وجود لري چې د Myenteric plexus په نوم یادېږي، نوموړی plexus په نورمال ډول د مرۍ د حرکاتو د کنترول دنده په غاړه لري. 

کله چې خوراکي توکي و LES ته راسي LES استرخا کوي او خوراکي توکي معدې ته داخلېږي، کچېري Myenteric plexus د هر علت له کبله تخریب سي نو لاندې حالات رامنځته کېږي؛

  • د LES د استرخا نشتون
  • د مرۍ د حرکاتو نشتون
  • په LES کې د فشار زیاتوالی

پورته درې واړه حالات چې د Myenteric plexus د تخریب له کبله رامنځته کېږي د Achalasia په نوم یادېږي.

د Achalasia اسباب:

په ټولیز ډول د Achalasia د رامنځته کېدو علت نامالوم دی، ځینې دویمي اسباب(Secondary causes) لري چې په لاندي ډول دي؛

  • Chagas disease
  • Gastric carcinoma
  • Lymphoma

کچېري د gastric carcinoma او lymphoma سرطاني حجرات د مرۍ په طرف میتاستاز وکړي د Myenteric plexus د تخریب سبب ګرځي په پایله کې د LES د استرخا عدم کفایه رامنځته کېږي.

د ناروغ عمده شکایات یا  Clinical feature

  • Dysphagia (د موادو په تېرولو کې ستونزه)
  • Regurgitation (د مرۍ په طرف د معدې د محتویاتو راګرځېدل)
  • Vomiting (استفراق)
  • Weight loss (د وزن کمښت)

یادوونه؛ په Achalasia ناروغ کې dysphagia د دواړو (جامد او مایع) موادو په مقابل کې همزمانه وي یعنې نه جامد او نه هم مایع مواد تېرولی سي.

په Esophageal Carcinoma کې هم ناروغ له dysphagia څخه شکایت لري. اړینه ده چې د Achalasia له ناروغ سره یې تفریقي تشخیص (DDX) وکړو؛

د معدې په سرطان کې Progressive dysphagia شته، یعنې ناروغ ته لومړی د جامد موادو روسته د مایع موادو په مقابل کيې ستونزه پیدا کېږي (په داسې حال کې چې achalasia کې همزمان وي).

تشخیص (Diagnosis)

لومړی د ناروغ Clinical features مطالعه کوو، که چېري مثبت وي نو د قطعي تشخیص په منظور ناروغ ته لاندیني ټیسټونه اجرا کوو؛

Barium Esophagography

په نوموړي تیست کې لومړی ناروغ ته د خولې له لارې Barium ورکوو، روسته فلمبرداري ورته کوو  د عکاسۍ له مخې په ناروغ کې Bird’s beak sign شته (د مرۍ لاندنۍ برخه منقبض (تنګه) او پورتنۍ برخه متوسع وي).

Esophageal Manometry

د نوموړي مېتود پواسطه په LES کې داخلي فشار او د مرۍ حرکات اندازه کوو.

Upper Endoscopy

ناروغ ته د سرطان د رد  په منظور اجرا کوو.

درملنه (Treatment)

Pneumatic dilatation (PD)

نوموړی مېتود یو انتخابي نړیواله درملنه ده، یو ځانګړی بالون د مرۍ له لارې د LES په منقبضه (تنګه) برخه کې ځای پر ځای کېږي نوموړي برخې ته پراخوالی ورکوي.

Heller myotomy

دا یو جراحي کړنه ده، په LES کې موجود عضلات د جراحي پواسطه غوڅېږي. ځوان عمر کې ښه پایله لري. نوموړې جراحي د Laparoscopy په واسطه هم تر سره کولی سو.

Botulinum toxin injection

په نوموړي مېتود کې د Botox ماده په LES کې زرقېږي، د نوموړي مادې ځانګړتیا داده چې د LES عضلاتو ته استرخا ورکوي. کچېري بوتکس و ناروغ ته ذرق کړو تر شپږ میاشتو پوري به د ناروغۍ شکایت ونلري. نوموړی مېتود په هغه لوړعمرلرونکو اشخاصو کي ډېر ګټور دی چې نوري ناروغۍ ونلري.

Chemical therapy

د لاندې درملو پواسطه یې کیمیاوي درملنه کوو؛

  • Ca channel blockers

پورته درمل د LES د عضلاتو د استرخا لامل ګرځي او هغه وخت  یې کارولی سو چې شخص د لوړفشار ناروغي ونلري.

  • Nitrates

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب