جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ملي شورا د غړو موټرونو ته بایومتریک پلېټونه ورکول کیږي

د ملي شورا د غړو موټرونو ته بایومتریک پلېټونه ورکول کیږي

تاند (دوشنه، د سرطان ۱۶) د ملي شورا د غړو موټرو ته به نمبر پلیټونه د بایومتریک پروسې له لارې ویشل کیږي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاءالحق امرخیل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تر دې وروسته به د ملي شورا غړو ته د موټرو نمبر پلیټونه د بایومټریک پروسې له لارې ویشل کیږي.

دده په خبره چې د (م ج) او (و ج) پلیټونه یواځې د ملي شورا غړي خپلو موټرو ته کارولی شي او نور څوک حق نه چې له دې پلیټونو څخه ګټه پورته کړي.

د امرخیل په خبره، که له یادو پلیټونو کوم چا په غیر قانوني توګه استفاده وکړه د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

هغه زیاتوي چې په دې کار سره به د شته فساد مخه ډپ شي.

سره له دې چې د ولسي جرګې اداري پلاوي او د افغانستان د ترافیکو ریاست دغه پلیټونه ناقانونه بولي، خو بیا هم د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي د دې لپاره چې خپل ګران بیه موټرونه د دولتي محصول له لګښته خلاص او ځان ته په امنیتي کمربندونو کې آسانتیاوې رامنځ ته کړي، جعلي پلیټونه ورته لګوي.

باید وویل شي چې د (م ج) او (و ج) پلیټ موټرو درلودونکي په یو شمېر قضیو کې د لاس لرلو تر څنګ عامه خلکو ته وخت ناوخت مزاحمت کوي.

یاده دې وي چې دا پروسه د ولسمشر په لارښوونه د اړوندو ادارو لخوا چمتو او د کورنیو چارو وزارت او پارلمان تر منځ یې هوکړه لاسلیک شوه.

2 COMMENTS

  1. سوال پيدا کيږي چه ولي د ملي شورا يا اولسي جرګي او مشرانو جرګي غړيو ته دولتي موټري ورکول کيږي ؟ المان چه دمره رسيدلي او شتمن ملک دی دپاسنيو موسيسو غړي يي يواځي خپل معاش او سپرخرڅ لري.

  2. دا په کوم دين او قانون کې راغلي چې دولتي چارواکي دې چې تر تشنابونو په فساد کې غرق دي، هغه پيسې را اخلي چې نورو نړیوالو د افغانستان ودانولو ته له خپلو وګړو نه اخيستې او د ملت حق ده دا منافقان او خئنان راځي او په لکهاوو ډالرو په يو نون او بل نوم يې ځان ته د د موټر، ساتونکي په نوم له دې غلۀ حکومت نه اخلي؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب