Homeخبرونه‫سعودي د حج مراسمو لپاره نوي تدابیر اعلان کړل

‫سعودي د حج مراسمو لپاره نوي تدابیر اعلان کړل

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۵) د سعودي چارواکو د سږني حج د مراسمو لپاره تازه او نوي تدابیراعلان کړل.

سږني حج کې به خلک کعبه شریفې ته لاس نه ور وړي او دغه راز په د حج مراسمو کې ګډونوال حاجیان به یو نیم متر فاصله مراعتوي.

د سعودي چارواکو د کورونا ویروس له امله په لومړیو کې د حج مراسم وځنډول خو په وروستۍ پرېکړه کې وویلې، چې د کرونا ویروس د تدابیرو له امله به سږ کال د حج عبادت او فریضې د ادا کولو په خاطر په عربستان کې د میشتو خلکو نه پرته به بهرني حاجیان قبول نکړي.

هر کال څه باندې دوه میلیونه تنه حاجیان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته سفر کوي خو سږکال د فرضي حج سربیره سعودي چارواکو دکورونا ویروس له امله د حج عمرې مراسم هم ځنډولي دي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ مشرانو ته یو وړاندیز
    په خواشینۍ سره سږکال د کورونا د وبا له امله د اسلام د مقدس دین د پنځم رکن یعنې د حج مراسم د نورو کلونو په څېر نشي ادا کېدلی او یواځې د سعودي عربستان اتباع به پدې مراسمو کې ګډون کوي .
    د اسلامي هېوادونو مشران ،خصوصا چې د دوی هېوادونه د مختلفو دلایلو له امله په شخړو ، لانجو او جګړو کې اخته دي ، باید له دې فرصت نه استفاده وکړي او سږکال یواځې د هغوی مشران دې د خپلو ولسونو او ملتونو په استازیتوب هلته شرکت وکړي ، په ضمن کې د حج د فریضې د اداکولو ترڅنګ دې په ډېر اخلاص او صداقت سره دخپلو هېوادوالو لپاره د سولې او آرامي د راتلو لپاره په مکه معظمه او مدینه منوره کې د سعودي عربستان د پاچا په منځګړیتوب سره خبرې وکړي او د ستونزو د حل لپاره دې صادقانه تصامیم ونیسي ، انشاءالله د دوی ټولې ګناوې به عفو او د بېرته راستنېدو سره به د ولس له خوا د سولې او ملي اتلانو په څېر استقبال شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...