جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد عامې روغتیا وزارت: میندې دې اولادونه راوړل وځنډوي

د عامې روغتیا وزارت: میندې دې اولادونه راوړل وځنډوي

خبریاله:عاقله اسد(دوشنبه،دسرطان ۱۶) د روغتیا وزارت وايي چې د کورونا ناروغۍ پر امیندواره میرمنو د ناامیندواره میرمنو په پرتله سخت اغېز لري.

دې وزارت له کورنیو غوښتنه کړې چې د زیږونونو ترمینځ وقفه وکړي او یا لږترلږه دوه کاله انتظار وکړي څو د میندو مړینه ودروي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور په کورنیو غږ وکړ چې زیږون کنټرول کنټرول کړي چې میندې له کورونا ویروس سره جدي ستونزه ونه لري.

د ښاغلي سمسور په وینا د ښځو په منځ کې له کورونا ویروس څخه د مړینې کچه ۲۲ سلنه وه، په داسې حال کې چې د نارینه وو لپاره د مړینې کچه ۷۸ سلنه وه.

هغه وویل چې په هیواد کې په کورونا د اخته خلکو ۷۲٪ نارینه او ۲۸٪ میرمنې دي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، تر ۲۰ کلونو څخه په کشرانو کې د کورونا ویروس پیښې یو سلنه وې او د ۲۱ څخه تر ۳۰ کلنۍ پورې ۳۱ سلنه وه.

په ورته وخت کې ویل شوي؛ له ۳۱ څخه ۴۰ کلونو عمر لرونکو کې د کورونا ویروس پیښې ۲۴ سلنه دي.

همدا رنګه، په هیواد کې هغه کسان چې د ۴۱ او ۵۰ کلونو ترمنځ عمر لري د کورونا کچه پکې ۱۷ سلنه وه.

اکمل سمسور وویل چې له ۵۱ څخه تر ۶۰ کلونو عمر لرونکو کې د کورونا ویروس پیښې ۱۲ سلنه وې.

نوموړي زیاته کړه چې د کورونا ویروس پیښې د ۶۱ کلونو څخه په پورته عمر لرونکو کې ۸ اعشاریه ۶ سلنه وه.

د هغه په وینا د کورونا ویروس له امله د مړو شمیره د هغو کسانو په منځ کې لوړ وه چې د ډېر عمر لرونکي وو او نورې ناروغۍ یې هم لرلي.

اکمل سیمسور وايي چې د افغانستان د روغتیا پاملرنې سیسټم د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله ښه فعالیت کړی چې له امله یې په افغانستان کې د مړینې کچه ۶ اعشاریه ۶ سلنه ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند د ماسکونو استعمال او روغتیايي سپارښتنو پام کې نیول د کورونا ویروس د پرمختګ د مخنیوي لپاره اغېزمن وباله.

په عین وخت کې په افغانستان کې په کورونا ویروس داخته کسانو شمېر ۳۳۰۱۹۰  ته رسیدلی. له اخته شویو کسانو څخه ، تراوسه ۸۹۸ مړه شوي او ۲۰۰۱۳۰ تنه روغ شوي دي.

1 COMMENT

  1. وزیر صاخب پلا رونه هم باید د ښځو ژونداو روغتیا په پام کښی ونیسی۰
    او دا د کوچنی پیداکول مخ نیوی وکړی۰ مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب