یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهله کرونا وروسته په چین کې یو بل خطرناک ویروس کشف شوی

له کرونا وروسته په چین کې یو بل خطرناک ویروس کشف شوی

تاند (سه شنبه د سرطان ۱۰) چین- څیړونکو بل خطرناک ویروس کشف کړی

د چین هیواد د څېړونکو په وینا په دغه هیواد کې یې داسې نوی ویروس کشف کړی، چې د وبا د رامنځ ته کیدو وړتیا پکې شتون لري.

ویل کیږی، دغه ویروس د خوږ انفلونزا له امله رامنځ ته شوی دی.

د چین څېړونکو دغه ویروس ته د G4 نوم ورکړی

د یاد هیواد څیړونکو ویلي، که دا ویروس هم له مخکې کنترول نه شي نو د کرونا په څېر خطرناک ثابتیدلای شي.

د یاد هیواد د څېړونکو په وینا، دا ویروس د (H1N1) په نوم له هغه ویروس څخه ترلاسه شوی، چې په کال ۲۰۰۹م کې یې په دغه هیواد کې وبا را منځ ته کړې وه.

ددغه ویروس څېړنه تېره ورځ د امریکايي پيناس ساینسي ژورنال کې خپره شوې ده.

له دې وړاندې د کرونا ویروس هم د چین هیواد ووهان ایالت کې راپیدا او وروسته یې د نړۍ ټولو هیوادونو ته سرایت وکړ.

په ۲۰۰۹م کال کې، د (H1N1) په نوم ویروس په نړۍ کې د اټکل له مخې له ۱۵۱ زرو څخه تر ۵۷۵ زرو کسان وژلي وه.

کرونا ویروس د چین هیواد سربیره د نړۍ زیاتره هیوادونه له اقتصادي بحران او تاوان سره مخ کړل او اوس هم دغه ناروغي په چټکتیا سره دوام لري.

د کرونا ویروس د نړۍ د ټولو هیوادونو اقتصادي اړیکې ګډې وډې کړي او د دې لامل شو چې د نړۍ زیات هیوادونه د اقتصادي بحران سره مخ شي.

د کرونا ویروس لاهم په ټوله نړۍ کې په خورا چټکتیا د خپرېدو په حال کې دی او تر اوسه یې د ځپل شویو کسانو شمېر تر لس ملیونه وګړو اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس په ټوله نړۍ کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر لس ملیونو واوښت او د دغې ناروغۍ له امله د مړو شویوکسانو شمېر هم تر نیم میلیون زیات شوی.

امریکا د نړۍ له هغو هیوادونو څخه ده چې د کرونا ناروغۍ زیاتې مثبتې پیښې پکې ثبت شوې وي او د امریکا زیاتره خلک ددغې ناروغۍ څخه ووژل شول.

د ځینو رسنیو د راپورونو پر اساس په امریکا کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په فلوریډا ایالت کې ثبت شوې دي.

د کرونا ناروغۍ په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۰۸۱۵۲۲ ته رسېدلی دی. همدا رنګه په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله ۵۰۱۲۹۸ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

امریکا د نورو هېوادونو په پرتله د کرونا له بحران څخه زیاته ځپل شوې ده، چې تر څلویښت میلیونه زیات وګړي یې بې کاره شوي دي او لا هم په کورونو کې بند پاتې دي.

د نړۍ د هیوادونو سربیره افغانستان هم د کرونا ناروغۍ له امله ځپل کیږي او لا هم ددغه ناروغۍ مثبتې پیښې د ثبتیدو په حال کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب