دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپه نړۍ کې ۵/۷ ملیونه او په افغانستان کې ۱۴ زره کسان...

په نړۍ کې ۵/۷ ملیونه او په افغانستان کې ۱۴ زره کسان له کورونا روغ شوي

خبریال: امین حسن (سې شنبه، د سرطان ۱۲) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۷ تنه له کوویډ ۱۹ ناروغۍ رغیدلي.

د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي، له تېرو ۲۴ ساعتونو را په دې خوا په ټول هېواد کې له کوویډ ۱۹ ناروغۍ څخه ۱۹۷ کسان رغېدلي، چې په دې سره په ټول هېواد کې له کوویډ ۱۹ ناروغۍ څخه د رغیدلیو کسانو شمېر ۱۴۰۳۶ تنو ته ورسید.

یاد وزارت زیاتوي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهسې د کورونا ۲۸۸ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د خپرو کړو ارقامو له مخې ۴۱ مثبتې پېښې په کابل، ۳۸ په هرات، ۴ په کندهار، ۳۵ په بامیان، ۱۸ په پکتیا، ۱۳ په بادغیس، ۱۱ په کندوز، ۷ په کاپیسا، ۶۸ په غور، ۷ په تخار، ۶ په لوګر، ۳ په بدخشان، ۲ په میدان وردګ، ۲ په ننګرهار، ۲ په کونړ، او یوه، یوه مثبته پېښه په بلخ او پروان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۷۹ شمېرو په ثبت سره په ټول هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۳۱۵۱۷ ته رسېدلی او ۷۴۵ تنه ترې تر دا مهاله مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ تر دا مهاله ۱۰۳۰۲۸۶۷ تنه پر کورونا ویروس اخته دي، له همدې شمېرو  ۵۲۵۳۹۸۸ تنه بېرته رغېدلي او ۵۰۵۵۱۸ تنو بیا له یادې ناروغۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې نن په کورونا وایرس په ټوله نړۍ کې د اخته کسانو شمېر له لس ملیونه او ۵ لکو واوښت.

همداراز په دې وبا د مړو شویو کسانو شمېر نېدې ۵ لکه یوولس زرو ته ورسېد. خو په همدې ترڅ کې ۵ ملیونه، ۷ لکه دېرش زره تنه ورڅخه روغ شوي دي.

نن تر ټولو ډېرې تازه پېښې په امریکا (۱۷ زره ۷۴۳) او هند (۱۷ زره ۶۷۴) کې ثبت شوي دي.

په برازیل کې، چې اوس له امریکا وروسته په نړۍ کې د کورونا تر ټولو ډېرې پېښې لري، نن ۱۳ زره ۱۹۰ نمه تازه ثبت شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب