پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه تهران کې زوروره چاودنه وشوه

په تهران کې زوروره چاودنه وشوه

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۰) د تهران ښار په شمالي برخه کې د یوې سترې چاودنې د غږ له اورېدو وروسته د ښار د دې برخې اسمان تورو لوګیو وپوښه.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د چاودنې علت څرګند نه دی.

شاهدان وايي چې چاودنه د تجریش میدان یا چوک ته نژدې شوې ده چې د تهران یوه اشرافي سیمه ګڼل کېږي او د ایران د پخواني پاچا ماڼۍ هم دې سیمې ته نژدې دي.

په خواله رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه په اسمان کې د اور لمبې هم ښيي.

خو ښاریان وايي چې د چاودنې ږغ خورا لوړ و.

د ایران د اطفایې ویندوی د ایران یوې خبري سرچینې ته ویلي چې په تجریش کې یو روعتیايي مرکز د اور په لمبو کې سوځي او په دغه مرکز کې یو شمېر خلک بند دي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس اسنا یوازې د چاودنې خبر ورکړی خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا او د سپاه پاسداران خبري اژانس تسنیم د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا چاودنه وروسته له دې شوې چې تر دې وړاندې روانه اوونۍ د ایران توغندويي تاسیساتو ته څېرمه یوه زوروره چاودنه وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب