دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد له ولسمشر غني او عبدالله سره پر بین الافغاني مذاکراتو خبرې...

خلیلزاد له ولسمشر غني او عبدالله سره پر بین الافغاني مذاکراتو خبرې وکړې

ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې شورا رییس عبدالله عبدالله، د بین الافغاني خبرو د پېل په اړه د سې شنبې په ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړې.

د سپيدار ماڼۍ له خبرپاڼې سره سم، نن سه شنبه د سرطان (۱۰مه) وروسته له غرمې، د امریکا له ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پېل په اړه د یوه ویډیوکنفرانس له لارې خبرې شوي.

د سپېدار له مخې په دې ویډیوکنفرانس کې د تاوتریخوالي پر کمښت، د بندیانو پر تبادلې او د بین الافغاني خبرو پر پېل باندې خبرې وشوې او ټولو لوریو د افغانانو په مشرۍ د سولبې د پروسې پر پرمخ بېولو ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي «امریکا په دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې او امن په مانا ده او امریکا چمتو ده چې په دې برخه کې هر ډول همکاري وکړي.»

د امریکا ځانګړي استازي په داسې حال کې له ولسمشر غني او د ملی پخلاینې له مشر عبدالله سره، د ویډیوکنفرانس له لارې خبرې کړي چې زلمي خلیلزاد دوه ورځې وړاندې د بین الافغاني خبرو د پېل لپاره د سفرونو نوې لړۍ پېل کړې ده.

ټاکل شوې چې د بین الافغانی خبرو د پېل لپاره د سفر دې نوي پړاو کې خلیلزاد قطر، پاکستان او ازبکستان ته سفر وکړي.

1 COMMENT

  1. امریکا پر هرڅه پوهیږی چی افغانستان ته سوله راوستل د پآکستان پوځ او استخباراتو ته داسی ده لکه یو ګیلاس اوبه څښل ځکه اوبه څښل کیدای شی څو ثانیو یا دقیقی ونیسی مګر د دوی یو امر هرڅه آسانولی شی مطلب دا چی لکه څرنګه چی افغانانو ته څرګنده شوه چی همدی پآکستان طالبان دیته مجبور کړل چی له امریکا سولی تړون کی نرمښت راولی همدا شان کولی شی چی بین الافغانی خبرو او اوربند کی نرمښت راولی ځکه همدا اوس وخت کی د ایران او پاکستان ځانګړو استازو تګ بی معنا نه وو مطلب دا چی طالبان لا اوس هم ګمان کوی چی پآکستان زموږ دوست مګر دا یی هیر کړی چی د دوی مشران او ځانګړی سیاسی څیرو د همدی پاکستان په واسطه امریکا ته وسپارل شول او ګونتامو زندان واچول شول چی لا تر اوسه یی زیاتره کسان هلته بندیان دی

    مګر امریکا لا تر اوسه پدی خبر نده چی زما اصلی دښمن برتانیه (انګریزان) ځکه دوی تل کوښښ چی د وخت هر ابر قدرت دی خاوری ته دننه کړی او چی کله بیرته ووځی بیا له همدی برتانیی مشوره او مرسته غواړی چی بیا برتانیه د پاکستان په مرسته ورته حل لاری لټوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب