Homeخبرونهپه هلمند کې د املوکو، کېلو، نارنجو او لیمو د تجربوي بڼونو...

په هلمند کې د املوکو، کېلو، نارنجو او لیمو د تجربوي بڼونو ګټورې پایلې

خبریاله (عاقله اسد (چهارشنبه، د سرطان ۱۱) د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکو ویلې، د دې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې روانې دي چې له دې ډلې د املوکو، کېلو، نارنجو او لیمو نیالګي هم تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت له خبرپاڼې سره سم، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي لپاره بزګرانو ته نوی ارزښتناک کرنیز بوټي او ونې وروپېژني.

ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه د دې ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګي اېښودل شوي او پرې څېړنې روانې دي.

هغه زیاته کړه، تېر کال د ننګرهار له ولایت څخه اصلاح شوي نیالګي، چې په ترکیب کې یې پنځه ډوله لیمو، مالټه او املوک شامل دي د بولان په څېړنیز او انار باغ په قوریه کې کرل شوي دي چې ښې پایلې یې ورکړې دي.

د یاد وزارت په وینا، د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

د کرنې وزارت وایي، هلمند کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو مورني بڼونو تر دا مهاله ښه او ګټوره پایله ور کړې ده.

د عامو خلکو په وینا پر هلمند سربیره که د هیواد په نورو ولایتونو کې هم دغه ډول اقدام وشي او له بزګرانو سره په تخمونو کې مرسته وشي د ټول هیواد لپاره به مثبت او ګټور تمام شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...