جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسور صلیب: د جګړې شدت افغانستان کې کورونا سره مبارزه سخته کړې...

سور صلیب: د جګړې شدت افغانستان کې کورونا سره مبارزه سخته کړې ده

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۸مه: د سور صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او د ترهګریزو بریدونو له امله یو لوی شمېر وګړو ته د کورونا پر ضد د مبارزې د مرستو رسېدل ګران شويدي.

په افغانستان کې د سور صلیب مشر جان پیدرو ویلي، په ملکي تلفاتو کې ورځ تر بلې داسې مهال زیاتوالی راغلی چې هېواد له کورونا سره په جګړه بوخت دی.

نوموړی زیاتوي، په می میاشت کې د کابل د یو زیږنتون له برید راوروسته په دې تړاو اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي.
نومړی زیاتوي، د کورونا پر ضد مبارزې لپاره اړتیا ده چې ټول لوري تاوتریخوالي بندولو ته ژمنتیا وښيي: (( باید ټول لوري هغو روغتیايي مراکزو ته د خوندیتوب لپاره زیاته پاملرنه وکړي چې د کورونا ناروغان پکې تداوي کېږي، بلکې اړتیا ده چې په ټول هېواد کې یو سراسري اوربند وشي.))

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابل پر یو روغتون یې د می له ۱۲ مې نېټې برید وروسته خپل دغه روغتون تړلی دی.

بلخوا طالبانو که څه هم د اختر له ورځو وروسته اوربند په نا اعلان کړي ډول غځولی دی خو لیدل کېږی چې دغه ډله پر خپلو قومندانانو د نفوذ ټینګولو برخه کې ناکامه ده او ګڼو سیمو کې نښتې او بریدونه زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب