جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: افغانستان باید د ښې راتلونکې لپاره فساد ضد مبارزه ګړندۍ...

ملګري ملتونه: افغانستان باید د ښې راتلونکې لپاره فساد ضد مبارزه ګړندۍ کړي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۸مه: د ملګرو ملتونوتازه راپور وايي، افغانستان اړ دی چې د ښه راتلونکې لپاره د فساد پر ضد جدي مبارزه وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما مشره دیبورا لیوینز وايي، د فساد ضد مبارزه او اداري اصلاحات باید د افغانستان لومړیتوبونه واوسي، په ځانګړي ډول سولې ته د رسېدو لپاره دغه دوه ټکي عملي کول خورامهم دي.

نوموړې زیاته کړې د کوویډ ۱۹ بحران سره د مبارزې او سوکاله افغانستان لپاره اړتیا ده چې له ځینو کړیو سره احتساب وکړي او د بیارغونې لپاره ژور اصلاحات راولي.
راپور وايي، په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان د نورو کلونو په پرتله د فساد پر ضد مبارزه او اصلاحاتو راوستو کې کم اقدامات کړي دي: (( افغانانو په ۲۰۱۷ کال کې د فساد پر ضد یوه لنډمهاله ستراتیژي جوړه کړه او له هغې وروسته خاموش شو.))

راپور وايي، افغانستان کې د فساد پر ضد د حکومت مبارزې هم د ولس پر ژوند کوم مثبت اغېز نه دی کړی او دا ښيي چې د قوانینو او پالیسیو جوړولو سربیره هم د افغانستاند سوکالۍ په لاره کې اوږدمهاله خنډونه پراته دي.

راپور همدا راز د ځینو پرمختګونو په اړه هم اشاره کړې چې په وینا یې د فساد ضد ځانګړې محکمه کې ګڼ لوړپوړي چارواکي په لومړي ځل محاکمه شول، خو ټینګار شوی چې افغان حکومت باید له فساد سره د مبارزې لپاره یوه اوږدمهاله ستراتیژي جوړه کړي.

1 COMMENT

  1. د بن په کنفرانس کی ددی نظام جوړول او په هغه دولتی نظام او تشکیل د جمعیت او وحدت ګوند ته وفادار کسان په لوړو پوړو څوکیو ګمارل په زور افغانستان د فساد کندی ټیل وهل وو یعنی همدا ملګری ملتونه وو چی فساد په زیاتولو کی تل له امریکا سره مرسته کړی مګر دلته دوی شته فساد پیشه کسانو او شویو درغلیو په اړه څیړنه نده کړی چی پدی ۱۹ کلنه نظام کی چا او چا په مرسته فساد کړی چی ټول تحلیل وشی بیا به هم معلوم شی چی تر شاه یی برتانیه او امریکا او د همدی ملګری ملتونه لاس دی

    ځکه خو پمپیو په افغانستان یو نیم میلیار ډالر بند کړل چی اشرف غنی عبدالله چی غلو یو بانډ باندی بدل شوی جوړه نه راتلله نو چی کله جوړ شول نو کیدای شی دا مرسته بیرته افغان دولت ته ورکړی

    په زور امریکا د همدی ډلو ټپلو په زور زموږ طبیعی سرچینو ته لاسرسی پیدا او د طالبانو په مرسته او پاکستان ملتیا تر امریکا ورسیدل ځکه دوی ټول غلاوی هغه قیمتی ډبری دی یا تاریخی اثار له لرو پرتو سیمو چی هلته طالبان ځواکمن دی د پاکستان له لاری وویستل او امریکا ته یی یوړل مګر همدا اوس ټول خبر دی چی طالبان امریکایانو ته څه نه وایی مګر خپل افغانی په سر ولی چی خپله امریکا یو امتیاز ده چی ورکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب