جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروسیه: که امریکا له افغانستان څخه ووځي، موږ ته ګواښ نه پېښېږي

روسیه: که امریکا له افغانستان څخه ووځي، موږ ته ګواښ نه پېښېږي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۸مه:روسیه وايي، له افغانستان څخه د بهرنیو او امریکايي ځواکونو وتل به د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ګواښونه زیات نکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا زیاتوي، دوی باور نلري چې د امریکا وتل به ستونزه جوړه کړي، بلکې په دې باور دي چې همدا اوس هم د امریکا او ناټو په موجودیت کې د وسله وسله والو مخالفو ډلو د کنټرول په برخه کې ستونزې موجودې دي.

نوموړې ویلي، مسکو په دې هیله ده چې د فبرورۍ د ۲۹مې تړون به عملي کېږي او امریکا به له افغانستان څخه خپل ځواکونه ټول باسي: (( موږ په دې اړه بیخي باوري یوو چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق ګواښونه به په اسانۍ وځپلی شو.))

ماریا زخارووا زیاته کړې، روسیه په تاجکستان کې خپل پوځي حضور لا پیاوړی کول غواړي او له افغانستان سره به د تاجکستان پر پوله امنیتي تدابیر نورهم پیاوړي کړي: (( موږ په دې هم کار کوو چې د وسله والو ډلو په تحرکاتو اوو فعالیتونو شدید نظر وساتو.))

روسیه په داسې حال کې له افغانستان څخه د ګواښ د نه ورپيښيدلو ډاډ څرګندوي چې ویل کېږي طالبان په دې وروستیو کې د مسکو له کلک ملاتړ او ملګرتیا څخه برخمن دي او مسکو همدا راز د داعش ډلې په رامنځته کولو او رهبري کولو کې یې له حقاني شبکې او پاکستان سره مهم رول لوبولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب