ښارونو ته د تمدن مرکزونه ویل کیږي، چې د اطرافو په نسبت پکې د وګړو ګڼه ګوڼه زیاته وي. په ښارونو کې سوداګریز، کلتوري، سیاسي، ښوونیز، هنري او نور ګڼ فعالیتونه پرمخ وړل کیږي، چې څوک پکې راکړه او څوک پکې ورکړه کوي.
ښار: هغه محدوده مشخصه مدني جغرافیه ده، چې د ټولنیز نظره غیر متجانس او د نفوسو په زیاتت او تراکم سره پکې اجتماعي، اقتصادي، سیاسي، اداري او خدماتي فعالیتونه ترسره کیږي. (د ښار جوړونې قانون ۳ ماده)
غواړو پدې لیکنه کې د ښار، ښاروالۍ او ښاریانو په تړاو په تفصیل سره مهم مسایل او مالومات ذکر کړو، ترڅو ټول خپل ښاري مسولیتونه درک او په ښه ډول یې سرته ورسوي.
لومړۍ برخه: په ښار کې د دخیلو ادارو دندې او مسولیتونه:
د افغانستان اساسي قانون په خپله ۱۴۱ ماده کې د ښارونو په اړه داسې وايي: (( د ښاري امورو د اداره کولو دپاره ښاروالۍ تشکیلیږي.))
ښاروالي
ښاروالي عامه حقوقي حکمي شخصیت دی، چې د ښاري چارو د ادارې او د خدمتونو د وړاندې کولو په منظور فعالیت کوي او د خپلو دندو په اجراء او د واکونو په اعمالولو کې ددې قانون حکمونه، نور تقنیني سندونه او لاندې اصول رعایتوي:
- د ښار د اوسیدونکو او ښاروالۍ ترمنځ د اعتماد او حساب ورکولو زیاتوالی
- د باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو د زمینې برابرول
- په ښار کې د بېوزلۍ کمښت
- په ښار کې د پایداره اقتصاد پیاوړتیا، د صنعت پرمختیا او د کار موندنې د زمینې برابرول
(د ښارواليو قانون څلورمه ماده، څلورم بند)
د ښاروالۍ دندې
ښاروالۍ لاندې عمده دندې لري:
- خدمت رسونه (اوبو رسونه، تنظیف او سرسبزي، رغنیزې پروژې، نظافت ته پاملرنه، د نمرو توزیع، د بې هویته کسانو تدفین او تکفین…)
- اداره (د لوایحو تصویب، ښاري ناستې، د عایداتي او بودیجوي پلانونو تطبیق، د اداري شورا د پریکړو کنترول، د ښاریانو ستونزو ته رسیده ګي…)
- همغږي (د روغتیایي مرکزونو سره اړیکې، د تاریخي ابداتو مراقبت، د احصایې راټولول، د ښاریانو د حقونو څخه دفاع…)
- تنظیم (د ځمکو قیمت ګذاري، د ښاروالۍ ملکیتونو کرایه، استملاک، د ښاري خدماتو محصول اخېستل، د حلال ځای(کشترګاه) برابرول، د خپلسره چارو مخنیوی…)
ددې ترڅنګ د ښار د عمومي پلانګزارۍ مسولیت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت/ریاست دی، چې د ښارونو دپاره ماستر پلان ترتیبوي او په ښار کې ټولې ودانیزې چارې باید د دوی د امر ورکونې وروسته؛ د ښاروالۍ او ښار جوړونې ادارو د دوامدار څار لاندې ترسره شي.
همداشان چاپیریال ساتنه، عامې روغتیا، ترانسپورت او ترافیکو ادارې خپل اړوند مسولیتونه، چې چاپیریال، روغتیا او ښاري ترانسپورت/تنظیم دی؛ د نافذه لوایحو مطابق پرمخ وړي.
دویمه برخه: د ښاریانو حقونه او مسولیتونه:
ښاري
ښاري (شهروند) هغه څوک دی، چې په معینه ښاري جغرافیه کې سوداګریزه راکړه ورکړه یا ژوند او استوګنه کوي او د افغانستان نافذه قوانین په ځان مني او رعایت یې کوي.
ښار، ښاروالي او ښاري د ځنځیر تړلي کړۍ دي، چې د یوې په پریکیدو سره سیستم شلیږي او ستونزې ایجادوي، نو ځکه خو مهمه ده، چې یو او بل د خپلو مسولیتونو او حقونو څخه خبر وي، ترڅو دا سیستم په ښه ډول سره پرمخ ولاړ او متضرر نشي.
د ښاریانو حقوق
۱ – مدني حقونه: په مدني حقونو کې مدني ازادي لکه د استوګنځي ټاکنه، د بیان ازادي، د مالکیت حق او د قانون پر وړاندې د برابرۍ حقونه شامل دي. د یادونې وړ ده، چې د هر وګړي ازادي ځانته حد لري او دا حد د نورو ښاریانو ازادۍ ته احترام دی؛ دا پدې مانا، چې هر ښاري تر هغې پورې ازادي لري، ترڅو د نورو ښاریانو پر حقونو تیری ونکړي.
۲ – ټولنیز حقونه: د ښاریانو په ټولنیزو حقونو کې اسانتیاوو او خدمتونو ته د لاسرسي حقونه شاملیږي. د بیلګې په ډول زده کړې، روغتیایي او رفاهي خدمتونو ته د وګړو لاسرسۍ.
۳ – سیاسي حقونه: د ښاریانو په سیاسي حقونو کې د انتخاب حق او سیاسي پوستونو ته ځان نوماندول، د ډلو او سیاسي ګوندونو جوړول، د اعتراض او لاریونونو حق او د دولت جوړونې او حکومتوالۍ په چارو کې د قانون په چوکاټ کې ونډه اخیستل شامل دي.
د ښاریانو مسولیتونه:
- قانون ته غاړه ایښودل د هر ښاري د مکلفیتونو یوه برخه ده او د قانون څخه بې خبري عذر نه دی
- ښار خپل مالکیت ګڼل؛ د ټولو رغنیزو پروژو څخه ټولنیز نظارت او ساتنه کول
- د خپل دوکان/ کارځای مخه (پلي لارې) د ښاریانو پر مخ خلاص ساتل
- هر ښاري پر خپل چاپیریال اغیزه لري او د چاپیریال ساتنه د هر ښاري مسولیت دی
- د اوبو له ککړتیا څخه مخنیوی د هر ښاري دنده ده
- د هغه توکو او لیږد وسیلو د کارونې څخه ډډه کول، چې د مضرو غازاتو د زیاتیدو سبب ګرځي
- د زرغون ښار د لرلو په هدف د چاپیریال شنه کونې او ساتنې ته پاملرنه د ښاریانو مهم مسولیت دی
- چټلی مضر میکروبونه لري او د ناروغیو سبب کیږي، نو باید نږدې کثافات دانیو ته واچول شي
- د حکومت سره د ښاریانو ګډون او همکاري د ښاریانو د مسولیتونو څخه شمېرل کیږي
- د کارځای او استوګنځي چټلی باید په اوبو کې ونه غورځول شي، چې د اوبو د ککړیدو سبب کیږي
- په خپل وخت سره د مالیې، صفایۍ محصول، برېښنا بیل ورکړه او د کاروبار جواز اخیستل
- د ټولګټو (عام المنفعه) ځایونو ساتنه او ورته په ملي درناوي قائیلیدل
- په دیوالونو او نورو ځایونو د رسم او لیکلو څخه ډډه او د ونو د څانګو نه ماتول
- شته ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه د ادارو د مسولینو سره شریکول
په پایله کې ویلی شو؛ پورتني هغه ښاري مسایل او مسولیتونه دي، چې اړونده ادارې او ښاریان یې په ترسره کیدا مکلف دي. که چیرې پدې برخه کمه ناغیړي هم ترسره کیږي، نو حتمي ده، چې له ستونزو به خالي نه وي.
په ښاري مسایلو کې دخیلي ادارې مکلفیت لري، چې خپل پلانونه په منظم ډول، د خپلمنځي همغږی په لرلو سره پرمخ یوسي، ترڅو د ښاري ښکلا، تنظیم، رغوونې او ښاریانو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې خپل رول اداء کړي.
همداشان ښاریان هم مکلف دي، چې خپل عواید لکه: د صفایۍ محصول، د برېښنا بیل، مالیه، د لوایحو محصول، د دولتي اماکینو کرایه او د کاروبار جواز فیس په وخت سره اړونده ادارو ته تحویل کړي او په مقابل کې یې مسولې ادارې په وخت سره خپلې پلان شوې پروژې او پلانونه تطبیق او خدمات عرضه کړي.
پورتنیو مسولیتونو او حقونو ته په کتو سره که د دواړو جوانبو څخه یو هم پخپله عرصه کې غفلت کوي او یو د بل سره همکاري ونکړي، نو پایله کې ښاري ستونزې ورځ تربلې زیاتیږي، چې د ښار د بدرنګی، خپلسری او حتی د بې نظمی سبب ګرځي او کله چې دا نورمونه وجود ونلري، پدې صورت کې یې پلانیزه ښار نشو ګڼلی.