جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسراج الحق: له افغانستان څخه د امریکایانو وتل به د پېړۍ لویه...

سراج الحق: له افغانستان څخه د امریکایانو وتل به د پېړۍ لویه پېښه وي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۹مه: پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل له مولانا فضل الرحمن وروسته د طالبانو د سرسخته ملاتړي ګوند جماعت اسلامي له مشر سراج الحق سره کتلي دي.
د جماعت اسلامي منصوره مرکزي دفتر په یوه اعلامیه کې وايي، په لیدنه کې د افغان سولې او سیمې پر وضعیت بحث شوی دی.

جماعت اسلامي له دغې لیدنې وروسته ویلي، امکان شته چې افغاني مذاکرات روانه میاشت کې پيل شي او دغه ګوند یې بشپړ ملاتړ کوي.
سراج الحق ویلي، دا د وخت اړتیا وه چې په افغانستان کې داخلي لوري په خپلمنځي ډول د سولې لپاره ګډ کار وکړي او مخامخ خبرو ته حاضرشي.

سراج الحق وايي، له افغانستان څخه به د امریکايي ځواکونو وتل د روانې پېړۍ تر ټولو لویه پېښه وي.

د یادونې ده چې د پاکستان مذهبي ګوندونه د طالبانو مستقیم او غیر مستقیم جنګي او مالي ملاتړي دي چې د سولې له تړون وروسته یې هم ورته ګڼو سیمو کې چندې ټولې کړې دي او بشري تشکیلات یې هم ورته راستولي دي چې ډېری پاکستاني جنګیالي یې تلف شول.

2 COMMENTS

  1. مشعل بد کړی چه دغه ډول سړی سره یی کتلی، لطف لله مشعل هم خاین دی
    سرج الحق دافغانانو سرخت دشمن دی. جومات اسلامی دپښتون قومونه لپاره دمردار دانی غوندی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب