شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهافغانستان په سیمه کې د کورنا تر ټولو لږ ازمېښتونه کړي

افغانستان په سیمه کې د کورنا تر ټولو لږ ازمېښتونه کړي

تاند (پنجشنبه، د جوزا۲۹) د هغو رسمي شمېرو پر اساس، چې افغانستان او پاکستان یې اعلانوي، په دواړو هیوادونو کې د هر یو ملیون وګړو په منځ کې ۱۳ تنه په کورونا وایرس مړه شوي دي.

دا شمېر له ایرانه پرته د سیمې تر نورو هیوادونو زیات دی.

خو باور کېږي چې په دواړو هیوادونو کې په کورونا د اخته او ورڅخه مړو شویو کسانو شمېر ممکن په ځلونو ډېر وي.

د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې په کورونا وایرس د اخته شویو کسانو او ورڅخه مړو شمېر له ګاونډیو هیوادونو سره پرتله کړی دی. په دې راپور کې ویل شوي چې د جون تر شپاړسمې یعني د سې شنبې تر ورځې پورې په کورونا په افغانستان او پاکستان کې د هر یو ملیون تنو پر سر ۱۳ تنه مړه شوي خو په ایران کې د هر ملیون پر سر ۱۰۸ تنه مړه شوي دي.

د سیمې بل هیواد هند د کورونا د مثبتو پېښو له پلوه په نړۍ کې څلورم دی او د چهارشنبې تر ورځې پورې په دغه هیواد کې په کوروتا وایرس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۳ لکه ۵۵ زره ښودل شوی خو په دغه هیواد کې د مړینو شمېر ۹۰۰ ته رسېدلی دی.

متخصصان وايي، سره له دې چې تمه لري چې بالاخره به د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره واکسین یا درمل ومومي خو هغوی فکر نه کوي چې دا کار په لنډ وخت کې وشي.

همدااوس هم په ګڼو هیوادونو او تحقیقاتي مرکزونو کې د واکسین پر جوړولو کار روان دی خو ویل کېږي چې دا پروسه اوږده ده او زیات وخت ته اړتیا لري.

په همدې منځ کې د د لندن د امپریل کالج څېړونکو ویلي چې د داسې واکسین په جوړولو کار کوي چې لګښت یې خورا کم وي او د نړۍ ټولو انسانانو ته رسېدای شي.

متخصصان وايي، د واکسین تر جوړېدو پورې پکار ده چې خلک ټولنیز واټن او نورې روغتیايي سپارښتنې رعایت کړي او مشکوک کسان ازمښت یا ټیست شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان له راپور سره سم په سیمه کې د ایران، هند، پاکستان او چین په پرتله په افغانستان کې د نفوس په تناسب د لږ کسانو د کورونا وایرس ټیست اخیستل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب