شنبه, اپریل 27, 2024
Homeجنرال وزیريپخواني یادونه: نیلسن مانډېلا| جنرال دولت وزیري

پخواني یادونه: نیلسن مانډېلا| جنرال دولت وزیري

ښوونځي ته تر تللو یوه ورځ وړاندې مې پلار راته وویل: د ښوونځي لپاره باید مناسب کالي ولرم.

له دی سره سم يې خپل یو پرتوګ تر زنګنو پورې بیاتي کړ او ماته يې راکړ. په اوږدوالې را کې جوړ شو. خو په ملا کې ډېر لوی و. پلار مې په یوه ټوټه پړې کلکه زما ملا وتړله او ښوونځي ته لاړو.

روښانه ده چې د دې پرتاګه په اغوستلو به زه څومره د خندا شوی وم. خو تر اوسه مې لا داسې دریشي نه ده اغوستې چې د هغې ورځې غرور مې دې را ژوندی کړی وي.

د نیلسن ماندیلا د کیسې په لوستلو مې خپله کیسه را په یاد شوه:

د 1345 لمریز کال د ژمي موسم و. زه له شپږم ټولګي فارغ شوی وم. غوښتل مې چې په حربي ښوونځي کې شامل شم.

موږ ته احوال ورسېد چې د حربي ښوونځي قوماندان جنرال محمدعثمان خان جلال اباد ته راغلی دی.

پلار مې وویل:

ژر چمتو شه چې جلال اباد ته حرکت وکړو. سهار و، په کور کې پاک کالي نه وو، له یوې خوا د مناسبو کالیو نه لرل او له بلې خوا جلال اباد ته تګ. پلار مې وویل،  چې د ده کالي واغوندم. هغه خو ډېر لوی وو.

مور می کلکه ناروغه وه، ستن او تار مې را واخیستل، په کمیس، لستوڼو او د پرتاګه په پایڅو کې مې پټې واچولې، وامې غوستل او جلال اباد ته لاړو.

کله مې چې د نیلسن ماندیلا کیسه لوستله، پوه شوم چې په هغه ورځ به زه څومره ښه ښکاریدم، نو ځکه جنرال عثمان خان راته وویل:

«په حربي ښوونځي کې لباس ته پام کوه, بچیم.»

 

لویه خدایه!

      لویه خدایه! دا زموږ وطن ودان کړې

                  ټول بچي يې سره وروڼه، تن او ځان کړې

     چې په توره او میړانې ستایل کېږي

                  پرمختګ او هوســــا ژوند هم د افغان کړې

شاعر: کلماني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب