پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهتخار: پاڅونوالو عشر پسې کلي ته ورغلي ۱۵ طالبان وژلي، ۵ ژوبل...

تخار: پاڅونوالو عشر پسې کلي ته ورغلي ۱۵ طالبان وژلي، ۵ ژوبل او ۶ اسیران کړل

تاند، جمعه، د جوزا ۲۳مه: د تخار په فرخار ولسوالۍ کې په عشر او زکات پسې یو کلي ته تللي ۱۵ طالبان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د تخار د ولایتي ادارې لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، یوه ډله طالبان د فرخار مشتان کلي ته ننوتي وو او په زوره یې له خلکو عشر او زکات غوښته چې له امنیتي ځواکونو سره یې نښته راغلې او ۱۵ تنه یې ځای پر ځای وژل شوي دي او ۵ تنه نور یې ژوبل دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه نښته کې ۶ طالب جنګیالي نیول شوي او نور غره ته تښتېدلي دي.
بلخوا د تخار امنیه قومندان معراج الدین سادات تاند ته ویلي، د سیمې خلکو له طالبانو څخه تر ډېره وخته شکایت درلود اودا نښته یې هم له ولسي پاڅونوالو سره راغلې ده خو په وینا یې دوی هم له نښتې وروسته د ځانګړو پولیسو، د تخار ولایتي ځانګړې قطعې او ۹۹۹نمبر قطعې ځواکونه سیمې ته استولي تر څو له ولسي پاڅونوالو سره د سیمې امنیت ټینګ کړي: (( سیمه کې زموږ چاڼیز عملیات هم روان دي خو طالبان نشته ټول تښتېدلي دي.))

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې هم د ګڼو سیموخلکو له طالبانوشکایتونه کړي دي چې د عشر او زکات د ټولولو په نوم عام خلک ځوروي.

د دغې ډلې وسله وال ډېری مهال له ځايي خلکو سره د عشر نه ورکولو له کبله نښتې هم کوي او درمندونه یې هم سوځوي.

1 COMMENT

  1. ولله که بلا میکنید. بعضی وقت ها سوز دل را در خیالات هم میتوان کم کرد.
    راپور غلط بوده هیچ صحت ندارد. نه در گیری صورت گرفته و نه کدام طالب در فرخار امده. و فرخار زیر کنترول دولت و طالب نیست. بلکه مردم خود اداره محلی ساخته اند. از حکومت فاسد و مفسدینی که از ان حمایت میکنند ما مردم فرخار لیزار استیم. مرگ بر مفسدین وطن فروش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب