Homeخبرونهد کابل یو جومات کې چاودنې د خطیب په شمول ۵ کسان...

د کابل یو جومات کې چاودنې د خطیب په شمول ۵ کسان وژلي، ۱۰ ژوبل دي

تاند، جمعه، د جوزا ۲۳مه: د کابل دریمې حوزې اړوند د شیرشاه سوري جومات کې چاودنې لږ تر لږه د جومات د خطیب په شمول ۵ کسان وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تاند ته وویل، پېښه نن ماسپښین د جمعې د لمانځه پر مهال شوې چې په کې د جومات خطیب مولوي عزیز الله مفلح، د هغه دوه زامن او ۲ نور ملکیان وژل شوي او شاوخوا لس لمونځ کوونکي ژوبل دي.
د ښاغلي ارین په خبره ماین ځای پر ځای شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې هم د کابل په وزیر اکبرخان جومات کې چاودنې مولوي ایاز نیازي وواژه چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخیست.
د خبر د جزیاتو لپاره له تاند سره اوسئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...