جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهکورونا پاکستان کې له ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۰۷ تنه وژلي

کورونا پاکستان کې له ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۰۷ تنه وژلي

تاند، جمعه، د جوزا ۲۳مه: د افغانستان په ګاونډي هیواد پاکستان کې د کورونا ویروس له امله ورځ تر بلې د مړینو په شمیر کې ډیروالی راځي.

د راپورونو له مخې په دغه هېواد کې له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۰۷ تنو د کورونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې هیواد لومړي وزیر عمران خان هم تیره ورځ خبرداری ورکړی و چې په دغه هیواد کې د کورونا له امله د رامنځته شویو تلفاتو شمیر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی.

ده له یوې پاکستاني رسنۍ سره خبرو کې ویلي: ((په خواشینۍ سره باید ووایم، چې پاکستان کې به د کورونا وېروس له کبله د مړینې کچه لوړه شي))

عمران خان وایي، په پاکستان کې اوسمهال د کورونا ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی او که تدابیر عملي نه شي، د پاکستان په روغتونونو کې به د ناروغانو لپاره ځای په کمېدو شي.

لومړي وزیر عمران خان له نړیوالي ټولنې غوښتنه کړي چې له دغه هیواد سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
پاکستان کې د کورونا وېروس پېښې ۱۲۰ زرو ته رسېدونکې دي او د تازه خپرو شوو شمیرو سره په دغه هیواد کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴۶۳ تنو ته ورسېد.

د امريکا جانز هاپکېنز پوهنتون شمېر له مخې یوازې محکومه خيبر پښتونخوا کې يې د ناروغانو شمېر له ۱۵ زره او دوو سوو اوښتی، او ۶۱۹ کسان ترې مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې اوس د دکوویډ – ۱۹ ثبت شویو ناروغانو شمېر اووه اعشاریه درې میلیونو کسانو ته رسېدلی او ۴۱۶ زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب