جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان ۲ کلنه ماشومه په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوې

د بلوچستان ۲ کلنه ماشومه په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوې

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد – د غبرګولي، جوزا  ۲۷  مه  ۱۳۹۹

د بلوچستان ايالت په پښين ولسوالۍ کې يوه ماشومه په ګوزڼ اخته شوې چې ورسره سږکال په دې ايالت کې په فلج یا ګوزڼ ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر دوولس ته رسېدلی دی. وروستۍ ماشومه په داسي وخت کې په ګوزڼ اخته شوې چې ايالتي حکومت او د روغتيا وزارت خپله ټوله پاملرنه کوویډ نولس یا کورونا وایرس ناروغۍ ته اړولې او په ايالت کې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د پوليو ضد واکسيناسيون کمپاينونه ځنډول شوي دي.

په کوټه کې د روغتيا د بېړنيوعملياتو چارواکي وايي، کوټې ته څېرمه د افغان سرحدي سيمې چمن پر لويه لاره پرته په پښين ولسوالۍ کې په يوه دوه کلنه ماشومه کې د ګوزڼ وايرس کشف شوی دی.

چارواکي زياتوي، د پاکستان په مرکزي لابراتوار کې په معايناتو کې څرګنده شوې چې ياده ماشومه په ګوزڼ اخته شوې ځکه چې کورنۍ يې نه غوښتل خپل ماشومان د ناروغۍ ضد واکسين کړي.

په کوټه کې يوه روغتيايي کارکوونکې سعديه وايي چې د پخوا په پرتله اوس په خلکو کې عامه پوهاوی زيات  شوی، ميندې او پلرونه  اوس غواړي چې خپل ماشومان د ناروغۍ پرضد واکسين کړي.

په بلوچستان کې د پوليو د مثبتو پېښو يو لامل که څه هم چارواکي د ميندواو پلرو له لوري د ناروغۍ ضد څاڅکي نه ورکول ګڼي، خوله تېرو څو مياشتو راهيسې د روغتيا وزارت خپله ټوله پاملرنه له ساري ناروغۍ کوویډ نولس سره جګړې ته اړولې، ځکه نو نه يوازې په ايالت کې کمپاينونه ځنډول شوي بلکې مثبتې پېښې هم ډېرې شوي دي. تر دې وړاندې افغان پولې ته څېرمه په چمن، کوټه، هرنايي، ږوب او په بلوڅ مېشته جعفراباد سيمو کې د پوليو مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

له روغتيايي پلوه په شاته پاته او ناامنۍ ځپلي ايالت بلوچستان کې له تېرې فبرورۍ مياشتې راهيسې د ګوزڼ ضد واکسيناسيون کمپاين نه دی ترسره شوی. خو په تېرو کمپاينونو کې د زرګونو افغان کډوال ماشومانو په شمول ميليونونه ماشومان واکسين شوي دي. افغان کډوال ماشومان د پښين په سرانان، د بوري په کټوۍ او د نوشکي په ګردي ځنګل کمپونو کې مېشت دي. افغان کډوال شکايت کوي چې کډوال د روغتیا ترڅنګ د ژوند له نورو اسانتياوو بې برخې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب