پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهدا مهال سل زره افغان ماشومان خښتې اچوي، ۷ میلیونه لوږې سره...

دا مهال سل زره افغان ماشومان خښتې اچوي، ۷ میلیونه لوږې سره مخ دي

تاند، جمعه، د جوزا ۲۳ مه: د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان یا سیف دي چلډرن وایي، په افغانستان کې څه باندې ۷ میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ دي، چې له کبله یې لوی شمېر ماشومان درانه کارونه کوي او د کورونا له لاسه به دا وضعیت لا کړکېچن شي.

د ماشومان مزدورۍ ضد نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان زیاتوي، څو چې د ماشومانو ملاتړ قانون وروستی نه شي، هیڅ یو پروګرام به د دغو ماشومانو پر ژوند اوږدمهاله ښه اغېزه و نه لري.

د دغه سازمان ویانده مریم عطایي وایي، په کورونایي حالاتو کې ماشومانو ته د مرستو رسولو لپاره باید د ماشومانو د ملاتړ قانون نهايي شي او دا باید د حکومت په لومړیتوبونو کې وي.

نوموړې ټینګار کوي چې په کار بوختو ماشومانو سره ژر تر ژره مرسته وشي چې کورنیو ته خوراکي توکي ورسېږي او ماشومان ژوندي پاتې شي: (( همدارنګه د ماشومانو ملاتړ قانون باید نهايي شي چې دا پخپل ځای په افغانستان کې د ماشومانو کار کول منع کوي. د همدې قانون له برکته به د ماشومانو کورنیو ته د کار زمینه برابره شي او د ملاتړ پروګرامونو ته به لار هواره شي او دا ماشومان به اجازه و نه لري چې لارو کوڅو کې مزدوري وکړي او سختو کارونو ته لاس واچوي. ))

بل لور ته د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې د ماشومانو ملاتړ څو قوانین تصویب شوي دي، خو له دې سره د دغه وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني وایي، څه باندې سل زره ماشومان د خښتو په بټیو کې کار کوي.

ښاغلی جیلاني وایي، د کورونا وبا له کبله د وزارت ډېری کارونه ځنډیدلي خو بیا هم دوی هڅه کوي چې دغو کارګرو ماشومانو ته یو څه وکړي: ((موږ به راتلونکې جولای میاشت کې په افغانستان کې یوه ناسته ولرو چې په هغه کې به د خښتو په بټیو کې د ماشومانو مزدورۍ په اړه کار وکړو ))

بل لور ته شمېرې ښيي چې په افغانستان کې له کلونو راهیسې دوه میلیونه ماشومان کارونه کوي، چې څه باندې یو میلیون یې سخت کارونه کوي.

دغه راز افغانستان کې څه باندې ۳ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګه هم محروم دي چې له دوی څخه زیات شمېر یې د زده کړو پر ځای مزدوري کوي.

2 COMMENTS

  1. د کابل ډالرو غله د ملت او اسلام چیغی وهی او ځانونه مجاهد او ملیګران بولی اما په حقیقت کښي دا خائينان چی خوار اوزار ملت ګوری د خپلو غلا شوو ( دامریکا په خوښه ) ډالرو باندی قصرونو څخه لذت اخلی او د بادار په زور ځانونه د ملت نمائينده ګان او د مقامونو میراثی حقدار بولی او متفکر ؟؟؟ د مداری کرزای او غلامو تنظیمونو څخه هم مخ کښي دی او ددرواغو ګوډۍ دی !!!!

  2. سلام
    کومه کرو نا ؟ دبیروکراسی او که ڼړیوا له : سیف د چلدرن اداره څه دول تشکیلات لری؟
    دحقوق بشر په نوم افه (سیما سمر ) د ملیون صفرونو په شمیره خبره نه ده چې څو صفره لری؟کاشکې دې بوداګۍ دومره پوهه درلودای . مداری کرزی خو هیڅ شرم او حیا نه لری خپل ډولکی سره هرچمن کی سر راباسی او کوښښ کوی چې همدا ولس یوخل بیا تېر باسی.متفکر ته اوس پاچایی خوند ورکړی چې بغاوت کونکی سره سازش کوی او ګلم جم ته دشرم مارشالی ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب