جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد شېرشاه سوري د جامع جومات د ملا امام پر ترور د...

د شېرشاه سوري د جامع جومات د ملا امام پر ترور د خلکو غبرګون

تاند (جمعه، د جوزا ۲۳) په کابل کې د شېرشاه سوري د جامع جومات د ملاامام مولوي عزیزالله مفلح پر وژل کېدو ګڼ شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګون ښودلی دی.

مولوي مفلح نن د جمعې د لمانځه په مهال د اېښودل شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې له ۳ تنو نورو سره ووژل شو.

تر دې لس ورځې وړاندې د وزیراکبرخان د جامع جومات امام مولانا ډاکتر محمدایاز نیازی په ورته ډول په جومات کې ووژل شو.

په افغانستان کې د دیني عالمانو د وژنو او یا په جوماتونو کې حملې له کلونو راهیسې دوام لري خو ځینې کسان وروستۍ دوې حملې د معتدلو دیني عالمانو پر ضد یوه منظمه هڅه ګڼي.

دا بریدونه د افغانانو ترڅنګ نړیوالو هم غندلي دي.

قیوم خادم د مولانا مفلح وژنې ته په اشاره پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،«تروریستانو یو بل منور وواژه. دا ډول معتدل امامان د افراطیت پر ضد د جبهې په سر کې دي.

د خوست د والي حلیم فدايي پر فیسبوکپاڼه لولو: « څوک چې د علماوو وارثان، رباني عالمان او ملي دعوتګران وژني؛ هغوی له افغان ولس سره نه پخلاکېدونکې دوښمني لري. هغوی خوارج دي ولو که عبا او قبا یې د اسلام برابره وي. مولوي عزیز الله مفلح واقعي عالم، رباني امام او ملي دعوتګر وو. دجمعې په ورځ په جومات کې له خپلو دوو زامنو سره خوارجو او منافقینو په شهادت ورسولو. ددې هېواد دوښمنان ددفتر، سنګر او منبر واقعي ملي او دیني رهبران نشي زغملای!»

د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمرزاخېلوال پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، هم د هغو مرموزو ترهګریزو وژنو لړۍ ده چې په هیواد کې د مستقل او زړور فکر او سوچ علماو او شخصیتونو غلي کول غواړي.

د فیسبوک یوه بل کاروونکي سمیع حبیبزی لیکل «په مسجدونو کې انفجار او وژنه د کابل د پخواني امنيه قومندان اکرم خاکریزوال په ترور تجربه شوه، د لوګر والي ارسلاجمال هم په مسجد کې په انفجار شهيد شو. د خاکريزوال او ارسلاجمال شهادت او د وزير اکبرخان او شيرشاه سوري د مسجدونو پيښې له يوه ادرس ترسره کيږي.»

نجیب الله انورزوی کښلي «سوځیدلي قرآنونه پاڼې پاڼې =
د خداي کور په وینو رنګ دی ژوند بد رنګ دی. »

عبدالولي نورزي لیکلي «چې هرچیري انفجارکیږي عاملین یې معلوم دي چې شل کاله په چاودونو او وژنو کې ماسټرۍ او دوکتوراوې لري.»

په وزیراکبرخان جومات کې د ډاکتر نیازي د وژلو مسوولیت داعش ډلې په ځنډ په غاړه واخیست.

خو د مولانا مفلح د وژلو مسوولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.

سره له دې چې د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکو په دې ډول بریدونو کې طالبانو ته ګوته نیولې خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې دا برید په کلکه غندلی دی.

ده ویلي «د دښمن استخباراتي ارګان چې د علماء کرامو له رول څخه ویره لري، غواړي په داسې وژنو سره هغه مخور او ځیرک علماءکرام له مخې لرې کړي کوم چې ولس او په خاص ډول ځوانان د دین په جذبه او د ازادۍ په روحیه تربیه کوي.»

مجاهد همداراز ویلي «  چې د افغان ولس څخه نشي پټیدای، هغه ورځ لرې نه ده چې د داډول جنایاتو د یوې یوې پيښې حساب کتاب به ورسره کیږي.»

خو د فیسبوک ګڼو کاروونکو ویلي چې بیا به هم داعش د دې برید مسوولیت په غاړه واخلي مګر دا ډول حملې طالبان کوي.

د سیاسي چارو شناند ایاسین بریال په دې برخه کې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د طالبانو له لوري یوه خپور شوي فلم ته اشاره کوي او لیکي « له امریکا سره تر تړون وروسته د طالبانو تبلیغاتي ماشین په دې راڅرخي چې د “اسلامي نظام” په مخ کې پراته خنډونه څنګه له منځه یوړل شي. دوی یو تازه فلم خپور کړی، چې پکې د دې نظام تر چتر لاندې ټول دیني علماء، سیاسيون، لوستي ځوانان او مخور خلک (منحرفین) بلل شوي. د طالب دغه نا اعلان شوې ستراتیژي وایي چې په اوس وخت کې د طالب دښمن مرمۍ نه ده، بلکې هغه افکار دي د طالب مخالف روایت جوړوي. خبرې ډېرې مه اوږدې او پېچلې کوئ. دا نه استخباراتي قتلونه دي او نه مرموز. پنځلس کاله مخکې د کندهار په یو جومات کې د علامه رشاد په فاتحه کې پر خاکریزوال له ځانمرګي بریده نیولې بیا تر ارسلا جمال، مولوي نیازي او مفلح پورې، ټول د یوه ادرس له خوا کېږي.»

په یوه بل پیغام کې، چې د فیسبوک ګڼو کاروونکو بدرګه او شریک کړی، داسې ویل شوي:

« په جومات کې انتحار او انفجار څه نوې خبره نه ده. د بي بي سي په حواله د کندز والي محمد عمر په یؤه انفجار کې په جومات کې ووژل شو. عبدالطیف آشنا د کندهار د والي معاون په جومات کې ووژل شو. د لوګر والي ارسلا جمال د اختر په ورځ په جومات کې ووژل شو. دا ټول قتلونه او انفجارونو هله شوي چې نه د داعش نوم چا اورېدلی و او نه کومه د سولې پروسه وه چې حکومت یا بل څوک یې د سبوتاژ هڅه وکړي.

توپیر همدا دی چې هغه وخت یې په ډېر ویاړ همدا قتلونه د جهاد په نوم راباندې خرڅ کړل، خو اوس یې چې سودا نه کېږي، مجبور دي له مسوؤلیته انکار وکړي. جوماتونه او علما خو ډېر دي، خو که پام وکړئ، په نښه شوي هغه دي چې د دې جګړې پر وړاندې یې د غږ پورته کولو جرأت کړی. هغو سر بایللی چې د دې جګړې په زېر او زبر پوه ول.»

1 COMMENT

  1. مونږ افغانان د ځمکی د کُری پر سر یو عجیبه مخلوق یاستو. ځینو خلقیانو او پرچمیانو په سلهاوو علمأ، مخور سپین ګیری، پوهان او دمکتبونو او پوهنتونونو استاذان او محصلین تر تیغه تیر او ورک کړل.
    ځینو مجاهدینو هم د خلقیانو په شان ورته کارونه او عملونه وکړل. طالیبانو بیا په دغه دواړو ډلو پښه واړوله، داسی کارونه یی وکړل چه خبره تر جماعتونو، په جماعتونو کی یی د الله ج قرآنکریمونه شهیدان کړل، ملایان او مقتدیان یی شهیدان کړل.

    دا ولی دا ځکه چه خلقیانو ویل چه مونږ په حقه یاستو، مجاهدینو ویل مونږ په حقه یاستو او اوس طالیبان وای مونږ په حقه یاستو.
    د خلقیانو یوشعار دا وه چه مونږ دغرب او امپریالیزم سرسخت دښمنان یاستو، مګر نن زیاتره خلقیان په غربی هیوادونو کی د بچیانو سره ناست دی، ډیر کم یی په روسیه کی دی. وجدان، وجدان او وجدان ؟؟؟ شرم، شرم او شرم….. او داسی نور

    مجاهدینو ویلی مونږ د کُفر او د الله ج د رضا لپاره جنګیږو، نن دمجاهدینوځینی مشران او بچیان د امریکایانو او روسانو سره بنډارونه، خنداوی او میلی کوی، د تنظیمونو ځینی مشران، چه دیوی خوا یی جیبونه د ډالرو ډک کړل او هم یی دهیواد دننه او بهر په لسهاوو قیمتی کورونه واخیستل او هغه ریښتینی مجاهدین چه دوی به جګړی ته استول کیدل، د هغوی ځینی مړه او ځینی یی ژوندی پاتی دی، چه دمړو کونډی یی سوالګیری شوی او د ژوندو خاوری په سر دی، حتی دیوی جمعی د اولاد خرچه نلری. د تنظیمونو ډالری مشرانو ته وایم وجدان، وجدان او وجدان ؟؟؟ شرم، شرم او شرم….. او داسی نور

    د طالیبانو ځینو مشرانو د اسلام او افغانستان دبدنامولو په خاطر داسی کارونه وکړل چه ټوله دنیا یی حیرانه کړیده لکه دالله ج په کور کی چاودنی کول، دعامو خلکو په مینځ کی انتهاری واسکټونه الوځول چه بیګناه خلک د مرغیو او چنچڼو په شان ښکار کړی، د امریکایانو سره خصوصی ناستی او افغان مسلمان سره دشمنی. لنډه دا چه ځینی طالیبان نه د وجدان په معنی پوهیږی او نه دشرم په معنی پوهیږی.

    د حکومت ځینی چارواکی هم سرسام دی ټولی ګډی وډی خبری کوی، کله آسمان شین کړی او کله یی وریځ کړی، په پارلمان کی یی ځینی داسی خلک شته چه د ځینو طالیبانو څخه هم بدتر دی، بله دا چه دننه په حکومت کی په لویه پیمانه فساد، سمتی متعصبه بدمعاشان، د سفارتونو استخبارات، د ډیرو بی اساسه او افغان ضد ګوندنو شمیراو ځینی نوری نیمګړتیاوی شته چه د حکومت بنیادی او قانونی لاره یی بدله کړیده.

    الله ج دې د افغانستان څخه ټول هغه خلک ورک کړی چه د افغانستان په خیرنه وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب