سه شنبه, مې 14, 2024
Homeجنرال وزیريافغان سوله

افغان سوله

لیکوال: جنرال دولت وزیري

ملګرو ملتونو نن په يوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې دا وروستۍ دوه میاشتی داسې ښيې چې طالبانو د القاعدې نړيوال ترورستي سازمان سره خپلې اړیکې نه دي پریکړي او د پخوا په څير دوي یو د بل سره په اړیکه کې دي. دوی وايې: حال دا چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ په وروستی تړون کې په ډاګه د طالبانو له خوا ژمنه شوې وه چې دوي به د القاعده سازمان سره خپلې اړيکې پرې کوي.

اوس راځو دې ته چې په رښتیا امریکایان خپل ځواکونه یو طرفه د افغان حکومت سره د امنیتی تړون خلاف له افغانستان څخه باسي، حال دا چې ښاغلی ترمپ د قوتونو د وتلو خبرې کوي او د دفاع وزیر يې بیا وايې چې موږ تر اوسه کوم مهال ویش د ځواکونو د ویستلو له پاره نه لرو. او د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې که طالبان هم د القاعدې ساړمان سره په اړيکه کې وي، نو داسی ښکاري چې د کاسې لاندې نیم کاسه وي او دواړه لوري تړون ته ژمن نه ښکاري.


د بلې خوا طالبان د امریکایانو سره په تړون دومره ډاډه او مغروره دي چې دواړه پښې يې په یوه موزه کې کړي او بې له دې چې د جګړې څخه لاس واخلي او یو دایمي اور بند ته غاړه کیږدي، یواځې د زندانیانو په خوشي کولو ټينګار کوي او په څنګ کې جګړې ته دوام ورکوي او هره ورځ له دواړو خواو په لسګونه کسان وژل کیږي.زه خو فکر کوم که حالات په همدې شکل پر مخ لاړ شي فکر نه کوم چې دا وړۍ دې شړۍ شي.


تلپاتې سولې ته د رسيدو، په افغانستان کې د وينې تويدو د مخنيوي او د دښمنانو د شومو موخو د شنډولو له پاره په کار ده چې دواړه غاړې د افغانستان د ملي ګټو په خاطر له خپلو شخصي غوښتنو تیر او د ریښتینو او جوړونکو خبرو له پاره زمينه چمتو کړي. دواړه غاړې اوربند ته غاړه کیږدي او د بانو او پلمو څخه ډډه وکړي.


د افغانانو باید په دې سر ځلاص وي چې هیڅ بهرنی هیواد د افغانانو له پاره چې خپلې ګټې يې په کې خوندې نه وي مرسته نه کوي او د جګړې د دريدلو هوډ به ونه لري.
(( د تلپاتې سولې په هیله ))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب