یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېحکیم الکوزی او د هغه درمل |محمدخان اتلوال

حکیم الکوزی او د هغه درمل |محمدخان اتلوال

څو ورځې کېږي چی په ټولنیزو رسنیو کې د کندهار ولایت د یو اوسېدونکي حکیم الکوزي او د هغه د ادعايي درملو په اړه بحثونه تاوده دي.

الکوزي ادعا کړې چې د کورونا ناروغۍ درمل یې د یوناني او دودیز طب په مرسته جوړ کړي دي او خلکو ته یې په کندهار او کابل کې وېشلي. یو شمېر خلک هم ادعا لري چې د حکیم الکوزي په درملو ښه شوي او بیرته يې روغتېا ورسره پیدا کړې ده. بل خوا بېا د روغتېا وزارت د حکیم الکوزي سره کتلي او د جوړو شوو درملو، د هغو د ترکیب او فورمل، د درملو د تاثیر او جانبی عوارضو په اړه یې وضاحت ورڅخه غوښتی دی.

د روغتیا وزارت ویلي تر څو چې د الکوزي درمل په لابراتور کې تجزیه او تحلیل کېږي نوموړی د خپلو اختراع کړیو درملو د ویشلو او کارولو اجازه نه لري.
دا چې یونانې طبابت د بوټو په اړه څه وایې، له تاسو سره يې شریکوم. د انسانانو د ژوند  لومړني طبیبان هغه څوک وو چې د انسان درملنه به یې په مختلفو طریقو کوله، ناروغ به یې د وحشي او هیبت ناکو ډارونکو څېرو په واسطه ډارول او ورته به یې ویل که بیا هم ناروغ شې، بېرته به دلته راځې نو ناروغ بېا زړه نه ښه کاوه، چې چا ته ووایي چی ناروغ دی، ځکه نه یې غوښتل بیا له داسې حالت سره مخامخ شي. د وخت په تېرېدو او د انساني ټولني د پوهي په لوړېدو سره دا رنګه تداوي او درملنه له منځه ولاړه او پرځای یې انسانانو د مختلفو بوټو، ونو او وښو شنو پاڼو ته لاس واچاوه، د خپل ځان درملنه یې په دې طریقو پېل کړه، دا هغه څه و چې په ترڅ کې یې يوناني طب رامنځ ته شو او بنسټ یې  هیفوکرات Hippocrate کیښود. د هغه  وخت انسانان په دې نظر وو چې د انسان د وجود ټولي ګټوري مادې په طبیعت کې پېدا کېږي. نوځکه یې په شنو بوټو، ونو او وښو درملنه شروع کړه، ټولو هغو بوټو ته یې طبي بوټی وویل چې د انسان په روغتېا کې یې ورڅخه کار اخیست او دې علم ته یی یوناني طب نوم ورکړ، دا علم دله میلاد څخه دمخه شروع شو او تر اوسه پوري انسانان ورڅخه ګټه اخلي.

یونانی طبابت د ټولي نړۍ د روغتېایي چارو بنسټ ګڼل کېږي. له دې څخه وروسته معاصر طب منځ ته راغی.

راځو طبي بوټو ته په اوسنیو وختونو کی هم لابراتواري او مایکروسکوپي څېړنو ښودلې ده، چی شنه بوټي ډېري ګټي لري او ډول_ډول کیمیاوي مادي لري چی په مختلفو درملو کې ورڅخه کار اخستل کیږي او د انسانانو تداوي پري کېږي.
طبي بوټي هغه شمېر نباتات دي چې په بېلا بېلو بڼو يې د خپلې روغتيا لپاره کارؤو، له هغوی څخه درمل جوړوو.يا هم د بدن د پياوړتېا لپاره ورڅخه کار اخلو. موږ هغه نباتاتو ته طبي بوټي ويلی شو چې يوه يا څو لاندينۍ ځانګړتېاوي او ګټی ولري.

۱- طبي بوټي به د ناروغۍ علايم او عوامل له منځه وړي. د ټپونو په رغولو کې به برخه اخلي. د وجود په عصبي، هضمی، وينی او نورو سیسټمونو باندې به اغېزه لري. د ناروغۍ په عامل او افتونو مختلف تاثيرات او اغېزې لري. او هغه به له مينځه وړي. طبي بوټي له پورتنيو اغېزو پرته د اشتهاء، د خوراک کيفيت او خوند، د وجود د تازګۍ او نورو لپاره هم ګټور تمامېږي.

۲- شنه بوټي په مستقیم او غېر مستیم ډول د انسانانو د ژوند سرچینه ده او ګټه ورڅخه لاسته راوړي.

۳- شنه بوټي معافیتي او دفاعي سیسټم قوي کوي.

۴- یوشمېر شنه بوټي د ودې لامل ګرځي انسان ورسره ښه وده کوي.

۵- یو شمېر طبي بوټي  بېا د انسانانو د تداوۍ او روغتېا  لپاره ډېر ګټور ثابت شوي دي، لکه بادیان، سپیرکۍ، ترخه، اريړه، کورکمن، ویلنۍ، زیره، نغنا اوداسې نور.

۶- د شنو بوټو بله ګټه دا ده چې انسانانو ته په اصلي شکل ورکول کېږي او کیمیايي مواد ورسره نه یوځای کېږي.

هېره دې نه وي چې د طبې بوټو او یوناني درملو کارول صرف د تجربې له مخي دي نه د علمي  تحلیل له مخې او معاصر طب بیا د علمي تحلیل او څېړنو له مخي دی.
.
اوس چی دولت د حکیم الکوزي  کلینک په دې نوم ورتړي چې اسناد نه لري، د دوا ترکیب او فارمول یې معلوم نه دی، کلینک یې جواز نه لري یو شمېر خلک دا له حکیم سره ظلم ګڼي.

لومړی خو یوناني درمل د تجربې له مخې دي، فارمول ته ضرورت نه لري. دولت يې بیا فارمول غواړي، دا درمل په هیڅ هېواد کې فارمول نه لري. که تاسې د هندوستان، ایران، پاکستان دودیز درمل وګورئ، د درملو پر مخ فارموله نشته، یو نوم یې ورته ورکړی وي، خو دولتونو یې ورته د فعالیت او استعمال اجازه ورکړې ده. حتی هندوستان هېواد اوس هم یوناني طب لري، تیر کال یې په دې څانګه کې افغانستان ته هم سکالرشیپونه ورکړي وو.
۲ دې دوا پر خلکو مثبته اغیزه کړې ده او ټول ولس نارې وهي چې موږ ورسره ښه شوي یوو او بېرته مو روغتیا پیدا کړی ده. يو شمېر کسانو به درواغ ویلي وي، ټول خو درواغ نه وایې. دولت باید دې ابتکار ته لا ډېره توجه وکړي، بنده خو یې بېخي نه کړي. ځکه هیڅ یو تر اوسه پېدا نشو چې جانبی عوارض پېدا کړي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب