دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد د حکومت او طالبانو د خبرو پیلېدو ته خوشبین دی

خلیلزاد د حکومت او طالبانو د خبرو پیلېدو ته خوشبین دی

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۳) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو چانس زیات وباله خو ویې ویل چې د سولې تر خبرو وړاندې د بندیانو خلاصون ضروري دی.

خلیلزاد، چې په واشنګټن کې له خبریالانو سره ږغېده، هڅه وکړه چې د القاعده شبکې او طالبانو د اړیکو په اړه د ملګروملتو د متخصصانو راپور بې ارزښته وښي.

دا په داسې حال کې ده چې دا راپور په امریکايي رسنیو کې په پراخه پیمانه منعکس شوی دی.

د م.م. راپور: طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، خلیلزاد، چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه یې له طالبانو سره د امریکا د سولې موافقه لاسلیک کړه، خبریالانو ته وویل، د افغانستان حکومت تراوسه پورې له ۲۴۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ طالب بندیان خوشي کړي او طالبانو د حکومت ۴۰۰ اسیران خوشي کړي دي.

ده زیاته کړه «موږ اوس په ښه حالت کې یوو.»

خلیلزاد دا هم وویل چې په افغانستان کې له کمکي اختر راوروسته د تاوتریخوالي اندازه په نسبي ډول کمه ده. «موږ هیله من یوو چې بالاخره به د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو لور ته پر مخ لاړ شو.»

په همدې حال کې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین د افغانستان له لوري د خوشی شویو طالب بندیان په اړه تقریباً خلیلزاد ته ورته څرګندونې کړي او ویلي یې دي« ‏د دوحیې د تړون له مخې تر اوسه پورې د کابل ادارې له زندانونو څخه ۲۲۸۴ تنه د اسلامي امارت بندیان را خلاص شوي دي.

له دې څخه زموږ د زیاتو بندیانو د خلاصون ادعا چې د کابل ادارې د چارواکو لخوا اعلان شوې سمه نه ده، باید په دې اړه دقیق او واقعي ارقام خپاره شي او پروسه ګډوډه نه کړل شي.»

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې ولسمشر اشرف غني په اختر کې وویل چې زر تنه نور طالب بندیان به خوشي شي او د ولسمشر له پرېکړې سره سم په تېرو درو ورځو کې۷۱۰ تنه طالب بندیان خوشي شوي او ۲۹۰ تنه نور به هم ژر خوشي شي او د دغو کسانو له خلاصون سره به د خوشي شویو طالبانو شمېر ۳ زرو ته ورسېږي.

د امریکا او طالبانو له موافقې سره سم، د افغانستان حکومت ۵ زره طالب او طالبان به ۱۰۰۰ تنه دولتي سرتېري خوشي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب