شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهد م.م. راپور: طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري

د م.م. راپور: طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۲) ملګروملتو په یوه راپور کې، چې نن دوشنبه یې خپور کړ، ویلي چې د طالبانو د قطر له موافقې سره سره د القاعده شبکې ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې طالبان له القاعده شبکې سره د اړیکو د پرې کولو په برخه کې، چې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د نهه ویشتمې نېټې د موافقې اساسي شرط و، په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

د ملګروملتو له راپور سره سم، القاعده شبکه د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ فعالان او د دغه هیواد په ختیځ کې د روزنې کمپونه لري.

دا راپور د ملګروملتو د متخصصانو د هغو څېړنو په نتیجه کې چمتو شوی چې هغوی د ملګروملتو د غړیو هیوادونو له استخباراتي او امنیتي چارواکو، د څېړنیزو مرکزونو له شناندو او د سیمې د هیوادونو له چارواکو سره د مرکو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.

دوی ویلي چې طالبانو د ټرمپ له حکومت سره له منافقت یا دوه مخې لوبې کار اخیستی دی، له امریکا سره د ۱۶ میاشتنیو خبرواترو په لړ کې یې د القاعده له مشرانو سره سلامشورې کړي او د دې شبکې د مشر ایمن الظواهري په شمول یې د القاعده مشرانو ته ډاډ ورکړی چې طالبان به ورسره تاریخي اړیکې پالي.

د ملګروملتو د راپور لیکوال په دې اړه بدبیني ښکاره کړې چې طالبان به د القاعده او نورو تروریستي ډلو پر ضد د مبارزې او له افغان مشرانو سره دایمي اوربند ته د رسېدو په شمول د سولې پر موافقه ودرېږي.

امنیت شورا ته د ملګروملتو په دې کالني راپور کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په موافقه کې ژمنو ته په اشارې ویل شوي «لومړنۍ نښې ښيي چې که ټول نه وي نو اکثره ټاکل شوي هدفونه به له ستونزو سره مخامخ وي.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې له تروریستي حملو وروسته په افغانستان کې د طالبانو رژیم په دې خاطر وپرزاوه چې پر نیویارک او واشنګټن د حملو مسووله القاعده شبکه له منځه یوسي. امریکا د دې هدف لپاره افغانستان ته ځواکونه ولېږل، د سلګونو ملیارد ډالره لګښت ترڅنګ یې ۳۵۰۰ سرتېري ووژل شول.

ټایم مجله د القاعده شبکې او طالبانو د اړیکو په باب د ملګروملتو راپور ته په اشاره وايي، دا د هغه څه خلاف دي چې د ټرمپ حکومت د امریکا له ولس او د کانګریس له غړیو سره د هغو ژمنه کړې ده.

د امریکا او طالبانو په موافقه کې په زغرده ویل شوي چې طالبان به هیڅ تروریستي ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې کار واخلي.

که څه هم د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین د ملګروملتو راپور ردوي او وايي چې په افغانستان کې د هیڅ تروریستي ډلې کمپونه نشته خو یو شمېر طالبان د ټولنیزو شبکو په مناظرو کې ګډون کوي او د دې ډلې د دریځ د څرګندولو په ترڅ کې وايي چې د امریکا او طالبانو په موافقه کې هیڅ ځای نه دي ویل شوي چې دوی به د القاعده شبکې پر ضد اقدام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب