شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهارګ: ژر به کابینه تکمیل او ولسي جرګې ته معرفي شي

ارګ: ژر به کابینه تکمیل او ولسي جرګې ته معرفي شي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲ مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د نوې کابینې معرفي د حکومت لومړیتوب دی او ډېر ژر به د کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي، د حکومت یو له لومړیتوبونو څخه دا دی چې ژر تر ژره د کابینې د غړیتوب لپاره نوماندان ولسي جرګې ته معرفي شي او په دې برخه کې یو څه پرمختګ شوی دی.

بلخوا د سیاسي هوکړې له مخې عبدالله عبدالله په کابینه کې ۵۰ سلنه ونډه لري؛ خو عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وايي، لا هم په خپلواکو ریاستونو کې د دوی د ونډې په اړه خبرې وروستۍ شوې نه دي.

عبدالله عبدالله ته نږدې کس فضل احمد معنوي وایيے له سیاستوالو غوښتول شوي دي چې پر شرایطو د برابرو کسانو نوملړ چې غواړي کابینې ته لار پيدا کړي راوړي، او په وینا یې طبعي ده هغه کسان چې پر شرایطو برابر وي، کابینې ته به لار پيدا کړي، خو لا هم پر ځينو موضوعاتو بحث روان دی، چې خپلواک ریاستونه او نور بنسټونه هم پکې شامل دي.

د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده شاهد هم په دې اړه وایي، چې ژر تر ژره باید د حکومت کابینه ملي او ټول ګډونه چمتو شي.

د ولسمشر غني د لوړې له مراسمو نږدې ۳ میاشتې تیریږي؛ خو هغه له عبدالله عبدالله سره د سیاسي ناندریو له امله په دې نه دی بریالی شوی؛ څو خپله نوې کابینه په بشپړ ډول معرفي کړي.
د ولسمشر غني او عبداله عبداله تر منځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته اوس تمه کیږي چې د حکومت د کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي شي.
تر دې دمه د نوې کابینې لپاره حنیف اتمر، عبدالهادي ارغندیوال، طاهر زهېر، حسینه ساپۍ او ضیا سراج معرفي شوی دی.

1 COMMENT

  1. دا به د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ډېربې مسؤلیته مشران وي چې د هېواد او ولس ته د خدمت لپاره اجرائیه ادارې د خپلو شخصي ګټو، ګروپي او سمتي تمایلاتو لپاره سره ووېشي . ایکاش دوی خپل ملت ته مسؤول ، وړ او مسلکي کسان د خدمت لپاره وټاکي .
    د ملا معنوي په شان حریص ، عقده ایی ، متعصبه کسان چې پخوا یې د افغانستان خلکو ته امتحان ورکړی ، د بیت المال او ملي بودیجې نه یې په مختلفو نومونو سؤې استفاده کړې ، باید داسې حساسو مقامونو ته ونه ټاکل شي .
    له بلې خوا دا د ولسي جرګې قانوني صلاحیت او دنده ده چې ناکام ، متعصب ، جنګسالاران ، هغوي چې د ملت په وینو یې لاسونه سره دي ، غله او قانون ماتوونکي کسانو ته په هېڅ صورت کې رایه ورنکړي او ځانونه له دوی سره پدې جنایتونو او جرمونو کې شریک نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب