شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهسور صلیب: د کورونا له کبله افغانستان له بشري ناورین سره مخ...

سور صلیب: د کورونا له کبله افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲ مه: سور صلیب یا د ژغورنې نړیواله کمیټه وایي، په افغانستان کې د کوروناویروس ډېر چټک خپریږي او شاید دا هیواد د بشري ناورین سره مخامخ شي.

دغې کمیټې نن دوشنبه ویلي دي چې د مۍ په میاشت کې په افغانستان کې د کورونا ویروس پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي او په وینا یې چې دا هیواد د کوروناویروس د نمونو د ټست لږه وړتیا لري او دا پدې معنی ده چې زیات خلک د معاینې او تشخیص نه پاتې کیږي.

نړیوال سره صلیب ویلي دي چې د څو لسیزو جګړو او شخړو وروسته په میلیونونو افغانان غذایي مصونیت نه لري او اوس د کوروناویروس د وبا د اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي دي.

ددغه سازمان په وینا دې کار افغانستان د بشري ناورین سرحد ته نژدې کړی دی.

د ژغورنې نړیواله کمیټه او سور صلیب دغه څرګندونې پداسې حال کې کوي چې د نړیوال بانک او امریکا په ګډون ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانو له افغانستان سره د میلیونونو ډالرو د مرستو اعلان کړی چې د کوروناویروس په ضد مبارزه وکړي.

ملګرو ملتونو له وسله والو طالبانوهم غوښتي چې اوربند وکړي او ټول پام د د غه ویروس مخنیوي او مبارزې ته واړوي.

په همدې حال کې د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۵۴۵ تنه په کورونا ویروس اخته شوي دي او اوس افغانستان کې په کوروناویروس د اخته کسانو شمیر ۱۵۷۵۰ ته رسیدلی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۱۱۶۸ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۵۴۵ یې مثبت ثابت شوي دي.

ددې وزارت په وینا په افغانستان کې د کوروناویروس نه د ټولو بیرته روغو شویو کسانو شمېر ۱۴۲۸ تنو ته رسیږي.

1 COMMENT

  1. تر څو چې غنی او عبدالله او ددوی کړۍ موجودې وي دا هیواد به د ناورین نه ونه وځي. دوی د خپلو ګټو لپاره ملت خرڅوي او په هر ناورین کې د خدمت پرځای ګټې لټوي. په هیواد کې د کرونا زیاتیدل، د هغې مخه نه نیول او بې تفاوته پاتې کیدلو کې ددوی لاس دی. څومره مرستې چې د کرونا لپاره نړیوالو کړي هغه ددوی په مینځ کې تقسیم شوي او یو اندازه یې یواځې ددوی پورې تړلو ته رسیدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب