یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeجنرال وزیرياختر په پښتو لنډیو کې

اختر په پښتو لنډیو کې

دولت وزیري

– اختر پر وخت د ګلو راغی

زما له نازک زړګي نه خيژي فريادونه
– اختر په ټوکو ټوکو راغی
نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاویزونه
– اختر پر ورځ دې ځان سینګار کړ
څوک دې په زړه دي چې ډاډه وهی ټالونه
– اختر ته ځکه خوشحالیږم
چې مرور جانان به ما پخلا کوينه
– اختر ته ځکه خوشحالیږم
چې مسافر اشنا می کلي ته راځینه
– اختر ته ډیره خوشحالیږم
زما د یار وعده اختر ده را به شینه
– اختره! تل تر تله اوسي
زه د الله په در کې دا دعا کومه
– اختره! تل تر تله اوسي
چې د بیلتون په کور تر مرګه وي ویرونه
– اختر چې تير شي بیا به راشي
دا د ځوانۍ عمر چې تیر شي بیا نه راځینه
– اختر خو راغی یار مې نشته
د خندا ډکه خوله به چا ته ورکوله
– اختر د واړو مبارک شه
که مسافر وي که د یار تر څنګه وينه
– اختر یوه لویه خوشحالي وي
چې زړونه اخلي پرې د عمر پېوندونه
– اختر زما په نصیب نشته
زه د وصال په تمه ستا یم مړ به شمه
– اختر نیږدی دی یاره راشه
مبارکی به یو بل ته ورکوونه
– اختر چې تیر شي بیا به راشي
خاورو ته تللی اشنا بیرته نه راځینه
– اختره! ډير دې احسان مند یم
چې مرور اشنا مې بیا غیږ ته راځینه
– اختره! شکر دی چې راغلي
په انتظار درته له ډیرې مودې ومه
– اختره! ستا خوشحالي به څه کړم
زه د بیلتون له لاسه اور کې ستې شومه
-اختره! څنګه به خوشحالي کړم
چې مې پراته دي په زړګي دلۍ دلۍ غمونه
– اختر پرون و، پرون تیر شو
د بغدادي کوترو اوس راغله سیلونه
په پښتو ادب کې د اختر په هکله په سلګونو لنډۍ ویل شوي دي او تل ځوانانو، پیغلو، ښځو او سړو د لنډیو په برکت د خپلو زړونو بړاس یا ښه او یا بد ویستلي دي. ما يې دلته د بیلګې په توګه څو لیکلي دي، هیله ده د پښتو ادب مینانو ادبې مینه به پرې ماته شي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب