دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د کورونا له امله په نړۍ سخته قحطي راروانه ده

ملګري ملتونه: د کورونا له امله په نړۍ سخته قحطي راروانه ده

تاند، جمعه، د جوزا ۹ مه: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په نړۍ کې د کورونا وبا له کبله د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش چې تیره ورځ یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې د کورونا وبا به په ټوله نړۍ کې د پراخې لوږې او بیکارۍ لامل شي.

نوموړې د زیاتو مالي ګامونو او د پورونو د کمولو په شمول د چټکو نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د کورونا وبا کولی شي په نړیوال تولید کې د څه باندې ۸ نیم ټریلیونه ډالرو د کمي سبب شي.

ښاغلي ګوتیرش له بیوزله هېوادونو سره د کورونا وېروس د مبارزې لړ کې د پور مرستو غوښتنه هم کړې او وايي: (( ډېر مخ پر ودې او ان د متوسط عاید لرونکي هېوادونه زیانمنیدای شي، له مخکې د پورونو په تړاو اندېښمن دي، یا د نړیوالې سوړ بازارۍ له کبله ډېر ژر له دغه حالت سره مخامیدای شي، له کورونا رغیدنه او ورسره مبارزه پیسو ته اړتیا لري او بدیل به یې لا ډېر لګښتونه ولري.))

له ښاغلي ګوتیرش یوه میاشت وړاندې د جي ۲۰ سازمان غړو هېوادونو هم وویل، دوی چمتو دي د کال پاتې مودې لپاره د ۷۷ بیوزله هېوادونو دوه اړخیز پورونه لغو کړي.

دوی همدا راز د نړۍ د لومړۍ درجې له هیوادونو غوښتنه وکړه چې بې وزلو او کورونا ځپلو هیوادونو سره مرسته او لاس نیوی وکړي.

د جان هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه پورې په نړۍ کې تر ۵ عشاریه ۹ میلیونو زیات وګړي په کورونا ویروس اخته شوي او په ټوله نړۍ کې ۳۵۰ زره کسان ددې ویروس له کبله مړه شوي دي.

دا ویروس د تېر کال د ډېسېمبر میاشتې په پای کې د ووهان په ښار کې پیدا شو او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو چې امریکا یې د خطر په سر کې ده.

د امریکا متحده ایالتونو کې اوس د کورونا د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون او اوه سوه زرو اوښتی دی.

دې ویروس د نورۍ نړۍ په څېر په افغانستان کې هم عادي ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی، او خلک یې اړ کړي چې څو اونۍ قرنطین تجربه کړي او خراب اقتصادي وضیعت یې رامنځ ته کړی دی.

افغانستان دا مهال له ۱۳ زرو زیاتې مثبتې پېښې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب