جنرال دولت وزیري
په خپله ژبه خبرې کول او لیکل د خپل ملي هويت ژوندي ساتل دي.
زه ليکوال نه یم:
خو د خپلې ژبې سره د مینې له کبله مې تر اوسه:
– د ادبې غورچاڼ،
– کره خبرې،
– په جګړه کې د بریالیتوب راز،
– د ملي اردو په چوپړ کې
– او د افغانستان د وسله وال پوځ تايخ،
په نامه کتابونه په پښتو ژبه ليکلي او چاپ کړي دي.
له دې برسيره د تاریخ پاڼې او زما ژوند او یادونه په نامه اثار د ليکني لاندې دي.
ژبه د یوه ملت تر ټولو ستر او ګران ميراث دی، نو ځکه لکه د یوه هنري ظریف اثر په څیر ډیر ژر صدمه ويني او د تل له پاره د ساتنې او پالنې محتاجه وي.
هغه څوک چې د هیواد په دواړو ژبو پښتو او درې خبرې کوي، دوی له بل هر چا څخه ملي یووالي ته ژمن کسان دي.
(( سخن زدن به زبان شیرین پشتو دشمنی به زبان شیرین دری (فارسی) نیست. هر دو زبان، زبان های شیرین مردم ماست، باید برایش احترام شود.))