دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحکومت: د طالبانو له بریدونو سربېره هم اوربند دوام لري

حکومت: د طالبانو له بریدونو سربېره هم اوربند دوام لري

تاند، جمعه، د جوزا ۹ مه: د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو له اختر وروسته نا اعلان شوی اوربند اعلان کړی دی.

د دې شورا ویاند جاوید فیصل نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو ۳ ورځنی اوربند که څه هم ختم شوی خو د دوی له بریدونو سربیره دا نا اعلان شوی اوربند هم دوام لري.

ملي امنیت شورا په هېواد کې د اوربند د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه پروسې د دوام لپاره هڅې روانې دي.

اوربند په نااعلان شوي ډول یوې اوونۍ لپاره غځېدلی

ښاغلی فیصل وایي، چې اوربند یوه پېچلې پروسه ده او د پیښو د مخنیوي لپاره دوامدارې همغږۍ ته اړتیا ده.ښاغلي فیصل څو ورځې وړاندې دا هم ویلي وو چې د افغان سولې ټولې هڅې پر اوربند پورې تړلي دي.

د وسلوالو طالبانو له لورې د اختر په ورځو کې د اعلان شوې ۳ ورځینې اوربند موده که څه هم پای ته رسېدلي خو دغې ډلې تر اوسه د دې پروسې د پای یا دوام په اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی.

بل لورته د هیواد له یو شمیر ولایتونو بیا د جګړو د پیلېدو خبرونه ورکول شوي دي

د هیواد په زابل، پروان او فراه ولایتونو کې د جګړو د سختېدو خبر ورکول شوی او ویل کیږي چې په دغه ولایتونو کې ګڼو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب